(پاکستاني طالبانو تحریک) یا (ټيټيپي) په افغانستان کې، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، د پاکستان پر حکومت باندې، خپل بریدونه زیات کړي دي. د اسلام اباد د څېړنيز مرکز د څېړنو له مخې، له هغې راهيسې چې طالبان واک ته ورسېدل، په پاکستان کې بريدونه، ٥١ سلنه زيات شوي او (ټيټيپي) د پاکستان حکومت ننګولی دی!
(ټيټيپي) په ۲۰۰۷ زېږدیزکال کې، خپل شتون اعلان کړ او اصلي موخه یې د پاکستان د قبایلي سیمو خپلواکهول او بیا په ټول هغه هېواد کې، د شریعت پلي کول دي. د پاکستان په دوو ایالتونو (خیبر پښتونخوا او بلوچستان) کې، د پاکستاني طالبانو تحریک نفوذ زیات دی او زیاتره بریدونه په دغو دوو ایالتونو کې کوي. تېره مېاشت (ټيټيپي)، د اسلام اباد په زړه کې هم يو ځانمرگي بريد ترسره کړ، چې دا یې وښودله د پلازمينې تر زړه پورې خپل عملیاتي لاس غځولای شي!
پاکستان له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې، د طالبانو ستراتیژیک ملاتړی دی او تمه یې دا وه چې ددې ډلې په واک ته رسیدو سره به، وکولای شي خپل ستراتیژیک ژوروالی ته ورسېږي. پاکستان همدا راز غوښتل چې د طالبانو له فشاره په ګټې اخستنې سره به د (ټيټيپي)، ګیلم ور ټول کړي! خو د طالبانو په اړه یې محاسبه برعکس شوه. په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د پټنځایونو د له منځه وړلو پر ځای، افغان طالبانو، د پاکستان د حکومت او (ټيټيپي) ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړ. د مذاکراتو دغه پړاو، د سراج الدین حقاني په کوربهتوب ترسره شو، چې له ناکامۍ سره مخ شو.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکي په ناڅاپي ډول خړې پړې شوې او طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د پاکستان غوښتنې ونهمنلی. له همدې امله، (ټيټيپي)، د منزوي کېدو پرځای، ځواکمنه شوې او په پاکستان کې یې پراخ بریدونه پیل کړي دي.
په دې لیکنه کې به موږ دا ولټوو، چې ولې افغان طالبان نهغواړي چې د پاکستان سره د خپلو ترینګلو اړیکو رغولو په بیه، د (ټيټيپي) مخه ونیسي، او ولې د پاکستان ځواکمن پوځ د (ټيټيپي) په کنترولولو کې پاتې راغلی. په دې لیکنه کې پر پنځو بنسټیزو او مهمو محورونو خبرې شوې دي، چې دا ښيي چې (ټيټيپي) او طالبان څنګه سره یو ځای شوي او سره تړلي دي او ولې د پاکستان پوځ ددې ډلې پر وړاندې، د کامیابه عملیاتو د پیلولو وس نهلري.
پرځان د باور احساس
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، اسلامپالو ډلو- پرځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک- یو لوی شمېر، پر ځان د باور احساس ترلاسه کړ. د پاکستاني طالبانو نظر دادی، چې کله افغان طالبان د امریکا او ناتو پر وړاندې، د جګړې او ګټلو وس ولري، دوی هم کولای شي.
طالبان، (ټيټيپي) ته وايي چې «موږ د څلوېښتو هېوادونو او ناتو پر ضد جګړه وکړه او ومو ګاټله، تاسو په اسانۍ سره د پاکستان د حکومت پرضد جنګېدلای شئ!»
دغه پر ځان د باور احساس ددې لامل شوی دی، چې د (ټيټيپي) جنګیالي، چې زیاتره یې د دیني مدرسو زده کوونکي دي او د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه مقدسه ګڼي، کله چې دوی ویني چې په افغانستان کې د دوی دیني وروڼو ددې ډلې له آند سره سم شرعي نظام جوړ کړی دی، نو په ډیر ډاډ سره هڅه کوي، چې په پاکستان کې، د طالبانو د نظام دوهمه نسخه یا بڼه جوړه کړي. پرځان د باور دا احساس دومره زیات دی، چې د پاکستاني طالبانو تحریک مشرتوب غواړي د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه پیل کړي او اعلان وکړي چې د څو لسیزو جګړو لپاره مهمات، وسلې او ځواکونه لري. دا هغه څه دي چې افغان طالبانو په تېرو شلو کلونو کې، د جمهوري نظام او ناتو ځواکونو پر ضد کړي دي.
ستراتیژیک خنډ
افغانستان له پاکستان سره څه دپاسه (۲۶۰۰) کيلومتره ګډه کرښه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرښې زياتره برخه د تګ راتګ د ستونزو او د کرښې د اوږدوالي له امله نهشي څارل کېداى. دغه کرښه د (ټيټيپي) لپاره ښه ستراتیژیک امتیاز جوړ کړی دی. د بریدونو نه وروسته، (ټيټيپي) ځواکونه په اسانۍ سره کولای شي له پولې تېر شي او افغانستان ته پناه یوسي. هغه څه چې افغان طالبانو په تېرو شلو کلونو کې کول، اوس (ټيټيپي) هم هماغه طریقه په ډېره ښه توګه کاروي. په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په بېلابېلو سرحدي سیمو کې، د پاکستاني پوځ او طالب سرتېرو ترمنځ (۱۳)ځلې نښتې شوي، چې دا د دواړو غاړو ترمینځ کړکېچ او بې باورۍ ښکاروي.
د پاکستان حکومت وايي، افغان طالبانو د (ټيټيپي) لپاره، په افغانستان کې، خوندي پټنځایونه جوړ کړي او ددغې ډلې د رهبرې غړي، په افغانستان کې مېشت دي. د پاکستان پوځ به له لویې ننګونې سره مخ شي که وغواړي عملیات پیل کړي او په افغانستان کې د (ټيټيپي) اډې له منځه یوسي.
له بلې خوا، (ټيټيپي)، په پاکستان کې ځانګړې اډه نهلري او تر ډېره د جګړې د خرپ او ترپ تکتیکونه کاروي. د پاکستان د پوځ ستراتیژیستپوهان، په دې باور وو چې په کابل کې د اسلام آباد په ګټه او د نوي ډیلي په مقابل کې د اسلامپاله حکومت په جوړولو سره به، پاکستان په افغانستان کې خپل ستراتیژیک ژوروالی ته ورسېږي؛ خو اوس حالات داسې دي، چې (ټيټيپي) دغه ستراتېژيکه ژورتيا په ستراتيژيک خنډ بدله کړی او دا خنډ د خپلو ګټو او د پاکستان د حکومت پر ضد کاروي.
عصري وسلو ته لاسرسی
یو له هغو عواملو چې پاکستاني طالبانو تحریک، د پوځ په وړاندې مبارزه کړې او ددغه هېواد ملي امنیت یې ننګولی دی، په افغانستان کې د امریکايي او ناتو پوځیانو له خوا د پرمختللو وسلو پریښودل دي. طالبان دغه وسلې (ټيټيپي) ته ورکوي او په اسانۍ سره د افغانستان په تور بازار کې هم پلورل کېږي. د (ټيټيپي) مشرتابه تېره مېاشت (CNN) ته ووېل، چې (ټيټيپي)، د لسیزو راهیسې، د پاکستان د حکومت پر وړاندې، د جګړې لپاره وسلې او مهمات لري. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د (ټيټيپي) جنګیالیو (M4، M16 ) وسلې، د شپې دوربینونه او امریکایي سنائپر ترلاسه کړي دي. دا خورا عصري وسلې او جنګي وسایل دي، چې امریکایانو یوازې د افغان پوځ کوماندو ته ورکړي وو. اوس هغه وسلې د (ټيټيپي) د هغو جنګیالیو په واک کې دي، چې د پاکستان د پوځ پر ضد جنګیږي. سره له دې چې د پاکستان پوځ د کمیت او کیفیت له پلوه، په سیمه کې، یو له مهمو او سترو پوځونو څخه دی او ددغه هېواد پوځ په زرګونو پوځي سفیران د فارس خلیج هېوادونو ته استولي دي، چې دغو هېوادونو ته په پوځي او امنیتي چارو کې مشورې ورکړي، خو کله چې د (ټيټيپي) په څېر ترهګرې ډلې عصري وسلې په لاس کې واخلي، د پاکستان پوځ هم زیانمن کېږي. په دې کې شک نشته چې د پاکستان پوځ ډېر روزل شوی او په اتومي وسلو سمبال دی. په هرحال، د چریکي جګړې طریقه او له ناتو پاتې شوي عصري وسلې، د پاکستان اردو او امنیت ته خطرناک زیان رسولی شي.
دیوبندي اسلام
د دیوبند د مدرسې بنسټ د هند په نیمه وچه کې، د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې هغه غبرګون و، چې مسلمانان یې، د انګریزانو پر وړاندې جهاد او پاڅون ته هڅول. له لويديځ او ملاتړو سره دښمني، جهاد او د بهرنیانو بد ګڼل، د ديوبندي مکتب کليدي عناصر دي، چې افغان طالبان او (ټيټيپي) دواړه، د همدې مکتب پيروان دي.
په هرحال، هندي دیوبندي، د پاکستاني دیوبندي سره، پخپل نړیوال لید کې، توپیر لري. کله چې افغان جهاد پیل شو، وهابیت له دیوبندي سره ګډ شو. طالبان او (ټيټيپي) په فکري لحاظ، ددغو دوو فکري تمایلاتو مخلوط دي. خو د دیوبندي مدرسو د زده کوونکو ترڅنګ، د وسلو او نشه یي توکو قاچاقبران، له دولته تښتېدلي مجرمین او هغه کسان چې په هېڅ وجه د حکومت حکم نه مني، د پاکستاني طالبانو تحریک په منځنیو او ټیټو برخو کې شتون لري. افغان طالبانو هم په تېرو شلو کلونو کې همدغه طریقه کارولې او پخپلو لیکو کې یې خلک استخدام کړي دي.
ښايي د (ټيټيپي) څخه د افغان طالبانو د ملاتړ تر شا تر ټولو مهم عامل، د دیوبندی اسلام اند وي، چې طالبانو خپل تر ټولو مهم ستراتیژیک ملاتړي، پاکستاني پوځ ته شا کړې ده. د افغانستان او پاکستان طالبان دواړه، د دیوبندي مدرسو فارغان دي. ښوونه او روزنه، نصاب، استادان او مدرسې د دواړو ډلو لپاره یو شان دي. په حقیقت کې، د طالبانو او (ټيټيپي) کسان همصنفیان او ملګري دي. په تېرو ۱۵ کلونو کې، پاکستاني طالبانو تحریک، د افغان طالبانو ملاتړ کړی او له جوماتونو او مدرسو څخه یې د طالبانو لپاره پیسې راټولې کړې او یا یې “چندې” ورته ټوله کړې او اوس طالبان په پاکستان کې، د خپلو دیني وروڼو ملاتړ کوي او دغه ملاتړ یو دیني مکلفیت بولي.
د افغان طالبانو مذهبي نمونه او ویاړونه، د پاکستان مفتیان او د پاکستاني مدرسو فارغان دي او تل خپل استادان په ښه توګه یادوي او صفت یې کوي. د پاکستاني طالبانو تحریک لپاره د افغان طالبانو جنګ او جنګی بڼه، یو سرمشق ګرځیدلی دی او دوی غواړی چې په افغانستان کې د طالبانو له مذهبی حکومته په الهام اخیستلو سره، په پاکستان کې همداسي حکومت رامنځته کړي. د طالبانو امیرالمومنین ملاهبتالله او د پاکستاني طالبانو تحریک مشر مفتي نورعلي محسود، دواړه ځانونه مذهبي مشران او فقهاء ګڼي او دواړه خپل ملاتړ واجب ګڼي.
قوميت او خپلوي
د طالبانو او (ټيټيپي) په هکله د قومیت او خپلوۍ عامل باید له پامه ونه غورځول شي. د طالبانو او پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ ډېرې کلتوري، قومي او کورنۍ اړیکې شته. د ستنفورد پوهنتون د څېړنو له مخې، ددغې ډلې د مشرتابه په ګډون، د (ټيټيپي) ډېری جنګیالي پاکستاني پښتانه دي.
په افغانستان کې، طالبان په همدې ډول دي. د طالبانو اکثريت، چې د کابينې غړي او ددغې ډلې قوماندانان او جنګيالي په کې شامل دي، له قومي پلوه پښتانه دي. له کلتوري او قومي پلوه د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ ډېر تړاوونه شته، چې کله کله یې ترمنځ توپير نشی کولی. په تېرو شلو کلونو کې، د (ټيټيپي) او افغان طالبانو د غړو ترمنځ ډیرې دوستۍ یعنی ترمینځ یې ودونه شوي دي، چې ددې ډلې ترمینځ اړیکې لاپیاوړې کړې دي. یو لامل چې د طالبانو حکومت نهغواړي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد کوم اقدام وکړي، د پورته ذکر شوو نورو شیانو ترڅنګ په دواړو هېوادونو کې، د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ قومي او کورنۍ اړیکې دي. په حقیقت کې ولې افغان طالبان د خپلو قومیانو، خپلوانو او همفکره مذهبیانو پر ضد پوځي اقدام وکړي؟
دوستي او مېلمهپالنه، په پښتني کلتور کې ډېر مهم دود دی. دا کلتور یو له نورو عواملو څخه دی چې د (ټيټيپي) غړو، په خوندي توګه، په افغانستان کې د خپلو ملګرو په غیږ کې پناه اخیستې ده. په تېرو شلو کلونو کې (ټيټيپي) د ډيورنډ بلې غاړې ته افغان طالبانو ته خپله غیږه پرانېستې وه، اوس د طالبانو وار دی چې د ډيورنډ بلې غاړې ته د خپلو قومي، کلتوري او دیوبندي ملګرو ساتنه او مېلمهپالنه وکړي.
پایله
د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمینځ، د کرښې راکش کول، ډېر ستونزمن او کله ناشونی کار دی. دواړو ډلو په ورته فکري شرایطو کې وده کړې. د ښځو، حکومتدارۍ، د شریعت پليکولو او نړۍلید په اړه د طالبانو او (ټيټيپي) عقیدې، یو شان دي. په کلتوري، قومي او جغرافيايي شالید کې هم دا دوه ډلې ژوند کوي او نېږدې ورته والی لري. له همدې امله د پاکستان د حکومت لپاره ستونزمنه ده چې د (ټيټيپي) په وړاندې مبارزه وکړي. تر هغو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په واک کې وي، (ټيټيپي) به د همدغه ستراتیژیک خنډ له موقعیته، ګټه پورته کوي.
د اسلامپالو ډلو تاریخي تجربو ښودلې، چې کله یوه سخت دریځه اسلامپاله ډله، په یوه هېواد کې، واک ته ورسېږي، د نورو ترهګرو او اسلامپالو ډلو ملاتړ او ننګه کوي او دا یو دیني او مقدسه دنده ګڼي. (ټيټيپي) نور د پاکستان لپاره یو تبلیغاتي ګواښ نه؛ بلکې د ملي امنیت ننګونه یې ده، چې هره ورځ ورسره مخ کیږي. یو شمېر پاکستاني رسنۍ او ستراتېژیستان، په دې ورځو کې، پخپلو لیکنو او شننو کې دا پوښتنه کوي، چې ایا اوس هم ښه او بد طالبان شته او ایا د اسلامپالو ډلو په ګټه کار، پاکستان ته څه ګټه رسولې؟