د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د پاکستان له دولت سره اوربند، چې له نږدې پنځو میاشتو مخکې د افغانستان طالبانو په منځګړیتوب رامنځته شوی و لغو کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ټيټيپي دوشنبه د نومبر پر ۲۸ د یوې اعلامیې په خپرولو خپلو جنګیالیو ته امر کړی دی، چې په دغه هېواد کې خپل پراخ بریدونه پیل کړي.
د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه بیانیه کې ویلي: «موږ خپل ټول صبر وکاروه ترڅو د خبرواترو بهیر خراب نه شي، خو د پاکستان د استخباراتو سازمان او پوځ خپل بریدونه ونه درول؛ نو له همدې امله به زموږ غچ اخیستونکي بریدونه هم په ټول هېواد کې پيل شي.»
د پاکستاني طالبانو تحریک په ۲۰۰۷ کال کې د هغو پاکستاني جهادپالو له خوا رامنځته شو، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو ترڅنګ جنګېدلي وو.