ترکیې له افغانستان سره د ۱۸ ټنو روغتیايي توکو مرسته وکړه

۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې ترکیې د طالبانو عامې روغتیا وزارت په غوښتنه افغانستان ته ۱۸ ټنه طبي توکي لېږلي دي.
د اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې څخه د افغانستان خلکو ته د طبي مرستو لیږدونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۲۷ کابل ته رسېدلې ده.
په راپور کې راغلي، دغه روغتيايي مرستې د طالبانو تر ادارې لاندې په کابل کې د روغتيا وزارت مسوولانو ته سپارل شوې دي.
ویل شوي، چې په دې مرستو کې تر ډېره د جراحۍ توکي، د استریلیزاسیون مواد، ماسکونه، یو شمېر ماشینونه او بېلابېل روغتیايي وسایل شامل دي.
په کابل کې د ترکيې د سفارت سلاکار عمر دوغروکل ویلي، چې د ترکيې د حکومت له خوا رالېږل شوې مرستې د افغانستان اړتیا وړ سيمو ته استول کېږي او په دې سره به ترکيه د افغانستان خلکو په ځانګړي توګه ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د فراه ولایت په دولتي روغتون کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) له خوا د ماشومانو د درملنې ځانګړې څانګه جوړه او په کار اچول شوې ده.
په هېواد کې د طالبانو له راڅرګندېدو سره، نړۍوالو روغتیايي سازمانونو تل په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.