ترکیه افغان پناه غوښتونکي اړ باسي چې د خپلې خوښې وړ وتلو پاټې لاسلیک کړي

۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار بنسټ یو ځل بیا له ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د ناقانونه ایستلو په اړه راپور خپور کړی دی؛ په دې راپور کې د هغو افغان پناه غوښتونکو غمجنې کیسې دي چې هره ورځ ایستل کېږي.

د بشري حقونو د څار بنسټ جمعه د لړم په ۲۷مه په خپل راپور کې ویلي چې ترکي ځواکونو ۴۴ زره او ۷۶۸ افغان پناه غوښتونکي د هوا له لارې او زرګونه نور یې له ایرانه د ځمکنې له لارې د اسنادو له څېړلو او د دوی د دلایلو له اورېدو پرته او ډېری یې په وهلو ټکولو ایستلي دي.

په ترکیه کې یو افغان پناه غوښتونکي چې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوی وايي: «زه او دوه سوه تنه نور یې د پولیسو مرکز ته ولېږدولو او غوښتل یې چې په خپله خوښه د ستنېدو پاڼه لاسیلک کړم. لومړی موږ ټولو ونه منله، یوه کاغذ څیرې کړ او هغه یې بلې خونې ته ولېږداوه. کله یې چې بېرته راوست، له مخ څخه یې وینې روانې وې.»

هغه زیاتوي: «بله ورځ یې زموږ د ټولو لاسونه وتړل او د استانبول هوايي ډګر ته یې بوتلو. زموږ نومونه یې واخیستل د سفر اسناد مو یې ټاپه کړل او آریانا هوايي شرکت په الوتکه کې یې کابل ته ولېږلو.»

له بلې خوا، د ترکیې دولت ویلي چې دا ستنېدل په خپله خوښه دي.

که څه هم له هغو افغانانو سره د بشري حقونو د څار بنسټ مرکې چې له راایستل شویو افغانانو سره شوې، ښيي چې د خپلې خوښې ستنېدو اسنادو کارولو سره سره ډېری افغانانو ته چې له ایستلو سره مخ دي، د پناه غوښتنې یا اایستلو د ردولو لپاره د لاسلیک یا د ګوتې نښې لپاره هېڅ فرصت نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې، په دې راپور کې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۲ کال پورې له ترکیې د افغانانو ایستل په بې مخینې توګه زیات شوي دي؛ په دې توګه چې د ۲۰۲۱ کال د لومړیو اتو میاشتو په پرتله د ۱۵۰ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د افغانانو دا ایستل د کډوالو له ورتلو سره د ترکيې د خلکو د مخالفت له امله ترسره کېږي؛ ځکه د یوې نظرپوښتنې پر بنسټ، ۷۶ سلنه خلکو ویلي چې باید د دوی هېواد ته د کډوالو له ورتلو مخنیوی وشي.

د ترکيې دولت تراوسه ددې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دي ترکیې د افغان پناه غوښتونکو له ستنیدو وروسته ویلي و چې دا ستنېدل په خپله خوښه دي او د کډوالو په غوښتنه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button