۸صبح، کابل: سرچینې وايي، چې افغانستان انټرنیشتل تلویزیون غوښتل په استانبول کې د اشرف غني د ملي امنیت له سلاکار سره مرکه وکړي.
سرچینو نن شنبه د چنګاښ پر ۴ ویلي، چې د افغانستان انټرنیشنل لس کسیزه ډله هم په استانبول کې ده.
دغه تلویزیون کابو شپېته مېلمانه هم دغه تلویزیوني بحث لپاره وربللي وو.
خو ویل کېږي، چې د ترکیې دولت محب ته اجازه نه ده ورکړې، چې د استانبول له هوایي ډګره بهر شي.
هغه په اوسني وخت کې له خپل بریتانوي پاسپورټ سره په هوايي ډګر کې په تمه دی. سرچینې تاییدوي، چې ښايي له هوايي ډګره بېرته وګرځول شي.
هغه د محمداشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د ملي امنیت مخکینی سلاکار و. هغه د امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې د مسلکي او پوځي وړتیاوو نه لروونکو او بې تجربې کسانو په ګومارلو تورن دی.