ترکیې ۵۹۸ افغان کډوال له دغه هېواده واېستل

۸ صبح، کابل: ترکیې اعلان کړی، چې د ۵۹۸ افغانانو په ګډون یې (۲۰۱۸) ناقانونه کډوال له هېواده اېستلی دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې د شنبې په ورځ (وري۵)، اعلان وکړ چې دغه کسان په تیره اونۍ کې، له دغه هیواده اېستل شوي دي.
ددې اعلامیې پر بنسټ، د مارچ له ۱۷ مې تر ۲۳ پورې د ترکیې پولیسو په ټول هېواد کې، (۲۵۲۷) ناقانونه کډوال نیولي دي.
په شړل شویو کسانو کې(۵۹۸) افغانان، (۳۸) پاکستانیان او (۱۳۸۲) نور یې د نورو هېوادونو ول، چې د هغه هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي.
د دې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ لمریزکال له پیل راهیسې، د اخراج شویو کډوالو ټولټال شمېر(۲۴۲۸۷) تنو ته رسېدلی دی.
د ترکیې د کډوالو ادارې په خپل راپور کې ویلي چې تیر کال څه باندې (۱۲۴۴۴۱) تنه ناقانونه کډوال له دغه هیواده شړل شوي دي.
ترکیه دا مهال د (۳.۹) میلیونو پناه غوښتونکو کوربه دی، چې په نړۍ کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی شمېر دی. له دې جملې څخه (۳.۶) میلیونه تنه یې له سوریې او (۳۲۰) زره تنه یې له افغانستان او نورو هېوادونو دي.