د کال د کتاب د وروستۍ پاڼې اوښتل

د روان لمریز کال وروستیو ورځو ته رسېدلي یو. دغه کال د افغانستان لپاره څه لرل او پر خلکو یې څنګه تېر شو؟ یو کال په نننۍ چټکه نړۍ کې هم د خلکو او هم د ملتونو لپاره د وخت یو مهم واټن دی. که خلک په پلان جوړونې، استقامت او سختو هڅو سره مخته ولاړ شي، مهمې بریاوې ترلاسه کولای شي، که څه هم، د هر کس حالت توپیر لري او هېڅ عمومي قاعده نه شته چې د ټولو لپاره یو ډول نسخه وړاندې کړي. خو تر ټولو مهم د ولسونو حالت دی چې په یوه کال کې یې څه کړي او کوم ځای ته رسېدلي دي. په نننۍ نړۍ کې شمېرې ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه د هغو په مرسته په نړۍواله درجه بندۍ کې د هېوادونو مقام تشخیص کېدلای شي، هغه که په اقتصاد کې وي، که په پراختیا وي او که د ژوند د کچې په ښه کولو کې.

افغانستان په تېر یوه کال کې بیا هم د نړۍوالې ټولنې غیر حاضر غړی و، ځکه چې د یوه مشروع او د په رسمیت پېژندلو وړ حکومت نشتوالی له صحنې نه د یو هېواد او د هغه د خلکو د بشپړې انزوا لامل کېږي. په دغه یوه کال کې د طالبانو ډلې د اعتبار په خپلولو کې کومه بریا نه لرله او ویې نه کړای شول چې خپل حالت ښه کړي څو رسمیت پېژندنې ته لاره پرانېزي. په اصل کې یوه ډله د خلکو له رضایت پرته، په هر دلیل او په هره وسیله چې وي، پر یوه مشروع حکومت د بدلیدو بخت نه لري. په معاصره نړۍ کې د خلکو رایه او اراده د رژیمونو د مشروعیت اساسي بنسټ دی.

که افغانستان یو مشروع نظام لرلی، نو سږ کال یو فرصت و، چې د هېواد ښوونیز نظام مخ پر وړاندې ګام واخلي، د لوړو زده کړو کیفیت لوړ شي، واردات او صادرات څو برابره شي، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي، د کار او روزګار زمینه برابره شي، له نورو هېوادونو سره د هېواد اړيکې پياوړې شي، په عمومي برخه کې د خلکو د مشارکت کچه لوړه شي، خصوصي برخه په زیاتو نوښتونو لاس پورې کړي، د طبيعي سرچينو او چاپيريال وضعیت ښه شي او په پای کې د خلکو په ژوند کې لا زیاتې هوساینې او سوکالۍ رامنځته شي، او راتلونکي ته هیله په خلکو کې نوې ساه پو کړي.

هغه څه چې په عمل کې پېښ شول د دې وضعیت اپوټه وو. د تېر کال په څېر سږ کال هم د هېواد ګڼ شمېر متخصصو کادرونو له هېواده د وتلو لاره خپله کړه، ډېر شمېر پانګوالو نورو هېوادونو ته د خپلو پانګو لېږدولو ته دوام ورکړ، ډېرو خلکو خپل کورونه او جایدادونه وپلورل چې د طالبانو له سیوري نه د تېښتې لاره پیدا کړي. ګڼو خبریالانو کډوالۍ ته مخه کړه، ګڼې افغان ښځې له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې، ډېر شمېر پخواني پوځي او امنيتي کادرونه ونیول شول او شکنجه شول، د واکمنې ډلې ګڼ منتقدين زندانونو ته واچول شول او یا ووژل شول، ډیر مدني فعالان له هیواده ووتل او ډیرې کورنۍ له بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې.

په دې لړ کې، یوازې هغه کسان چې له وضعیته خوښ دي د واکمنې ډلې غړي او د هغوی متحده مافیا ده، چې د عاید ډېرې سرچینې یې ترلاسه کړې، د طالبانو قوماندانان دي، چې د بیا ودونو شمیر یې زیات شوی، د مخدره توکو قاچاق کوونکي دي، چې بازار یې ګرم شوی دی. هغه افراطي جنګیالي دي، چې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې یې ښه شرایط ترلاسه کړي. ایا راتلونکی کال به ښه کال وي؟ ایا د طالبانو مخالف ځواکونه به نور هم منظم شي؟ ایا د تقدیر د بدلولو لپاره به ملي هوډ رامنځته شي؟ نوی کال مو مبارک شه!

ورته لیکنې

Back to top button