پر کډوالو د ترکيې د پوله ساتونکو ډزې، دوه افغان کډوال وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي

۸صبح، جوزجان: په ترکیه کې د افغان کډوالو سرچينې وایي، چې د ترکیې پوله ساتو ځواکونو، له ایران سره پر پوله، پر یو شمېر کډوالو ډزې کړي، چې له امله یې لږ تر لږه دوه افغانان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د يوه وژل شوي پناه غوښتونکي خپلوان (صفي الله) نن پنجشنبه، د وري په ۱۰مه، ۸ صبح ورځپاڼې ته وويل چې د ترکیې د پوله ساتونکو د ډزو له امله، وژل شوي کډوال، د جوزجان او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي ول.

د صفي الله په وينا، دا پېښه تېره اوونۍ شوې ده.

بلخوا، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مسوولينو په افغانستان کې د ترکيې له سفير (جهاد ایرگینای) سره له کتنې وروسته خبر ورکړى، چې په سرحدي سيمو کې، کډوال د ترکيې د دولت د مخالفينو لخوا ځورول کيږي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، زرګونه ځوانان له ناقانونه لارو ايران او وروسته ترکيې ته تللي او د دغه هېواد له لارې د اروپا خاورې ته دننه شوي.

څه موده وړاندې د ايټاليا په سمندرغاړو کې تر ۴۰ ډېر افغان کډوال، د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شول.

ورته لیکنې

Back to top button