هلمند کې د ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شول

۸صبح، هلمند: هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله د دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي قاسم ریاض ویلي، چې دغه پېښه یکشنبه غرمه‌مهال د مرغومي پر څلورمه نېټه د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې شوې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مرستیال په وینا په دې چاودنه کې دوه ماشومان مړه او یوه ښځه ټپي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې هم هلمند کې د راکټ د یوې مرمۍ د چاودنې په پایله کې یو ماشوم ووژل شو او ۶ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

Back to top button