لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي دي

۸صبح، لوګر: په لوګر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله، دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو پربنسټ، دغه چاودنه تېره جمعه ناوخته (کب ۲۶) د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار اړوند د (التمور) په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ماشومان د لرګیو په ټولولو او د هاوان له مرمیو سره په لوبو بوخت ول.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دې چاودنې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو او که نه.

په لوګر کې طالبانو د دې پېښې پخلی کړی دی.

په افغانستان کې له تېرو جګړو را پاتې ځمکنیو ماینونو چاودنې، کله ناکله ماشومان وژني.

ورته لیکنې

Back to top button