۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د ډزو په پایله کې دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي، دا ماشومان یکشنبې د لیندۍ په شپږمه له غرمې وروسته، هغه مهال چې طالبانو د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د خپل یوه غړي د واده په مراسمو کې د خوښۍ ډزې کولې، مړه او ټپيان شول.
سرچینه زیاتوي چې ددې پېښې عاملین د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
په پېښه کې ټپي شوي ماشومان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.