دوو نړۍوالو مرستندویه موسسو له طالبانو سره د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا په هېواد کې پر نړیوالو مرستندویه موسسو له بندیزونو سره سره، په دې وروستیو کې دوو موسسو د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزارت سره د همکاریو یو تفاهم لیک لاسلیک کړی.

باختراژانس نن شنبه (د چنګاښ په ٤مه) خبر ورکړ چې دغه هوکړه ليک د طالبانو او د DRC، APK موسسو ترمنځ د خوراکي توکو د ويش، نغدو پيسو، ښوونې او روزنې او مسلکې زده کړو په برخو کې لاسليک شوی.

د دغو هوکړه لیکونو ارزښت پنځه میلیونه ډالره بلل شوی دی.

ټاکل شوې د دغو مرستو له یوې برخې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ۷۶۰ زده کوونکو لپاره د رواني درملنې خدمات وړاندې شي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، مرستندویه سازمانونه ددې ډلې له زیاتو بندیزونو سره مخ شول.

دا هوکړه لیک په داسې حال کې د طالب چارواکو او بهرنیو موسسو ترمنځ لاسلیک شوی، چې دغې ډلې په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د بهرنیو موسسو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو موسسو د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو، سرپناه جوړولو، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو په برخو کې مرستې کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button