د پاکستان د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سلاکارانو په توګه ګومارل شوي

۸صبح، کابل: د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د پاکتسان د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي یونس خان او عمرګل په متحده عربي اماراتو کې د تمریناتي کمپ لپاره د افغان ملي لوبډلې د توپ اچوونې او توپ وهنې په برخو کې د سلاکارانو په توګه ګومارل شوي دي.
د کرکټ بورډ د اعلان له مخې، یونس خان او عمرګل به په نږدې راتلونکي کې له افغان لوبډلې سره یو ځای شي.
کرېکټ بورډ وايي، چې یونس خان د پاکستان لپاره ۱۱۸ ټسټ لوبې ترسره کړې چې په دغو لوبو کې یې څه دپاسه لس زره منډې جوړې کړې چې ۳۴ سلیزې او ۳۳ پنځوسیزې پکې شاملې دي.
د کرکټ بورډ د اعلان پر بنسټ، نوموړي همداراز د دوه زرم کال له فبرورۍ د ۲۰۱۵ کال تر نومبر میاشتې یې په ۲۶۵ یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې د پاکستان استازیتوب کړی دی.
کرکټ بورډ د عمرګل په هکله لیکلي چې د پاکستان لپاره یې ۲۳۷ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. د کرکټ بورډ د اعلان له مخې، عمرګل توانېدلی په دغو لوبو کې ۴۲۷ ویکټې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایي رییس نصیب خان په دې اړه ویلي: «یونس خان او عمرګل له نړیوال کرکټ څخه کافي تجربه لري او زه ډاډمن یم چې دغه دوه روزونکي به له افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي ترڅو د توپ اچوونې او توپ وهنې په برخو کې د دوی اندېښنې لرې کړي. همداراز دا تمریناتي کمپ د افغان ملي لوبغاړو لپاره یو فرصت دی چې د راتلونکو لوبو لپاره ورزل او چمتو شي.»
د افغانستان کرکټ بورډ تازه د بریتانیا پخوانی لوبغاړی ګراهام تورپ د راتلونکو لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې د سرروزونکي په توګه ګومارلی دی.