په بغلان او روزګان کې دوه سړي په ډزو ووژل شول

۸صبح، بغلان: په بغلان او روزګان ولایتونو کې ځايي سرچینې په ډزو د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په بغلان کې يوه باوري ځايي سرچينه وايي، چې داد محمد تېره شپه اته بجې د دغه ولايت د تاله برفک ولسوالۍ په شهيدان کلي کې د خپل کور مخې ته د ناپېژاندو کسانو لخوا په ډزو وژل شوى دى.
په بغلان کې طالبانو هم دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د داد محمد د وژنې لامل شخصي دښمني ده.
په همدې حال کې کې د روزګان د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي زاهد د ترینکوټ ښار په سینان کلي کې د بیت الله په نوم د یوه دیرش کلن ځوان د مړي د پیدا کېدو خبر ورکړی دی.
د زاهد په وينا، دغه ځوان په ډزو وژل شوى او جسد يې د یوه مېلمستون له انګړ تر لاسه شوی دی.
د روزګان د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د دغه ځوان د وژنې په تړاو درې ځایي اوسېدونکي نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ترینکوټ ښار په سینان کلي کې د ځمکې پر سر په شخړه کې ۱ تن ووژل شو او ۷ نور ټپیان شول.