په نیمروز او زابل کې دوو تنو ځانوژنه وکړه

۸صبح، نیمروز: په زابل او نیمروز ولایتونو کې ځایي سرچینې د دوو تنو د ځانوژنې خبر ورکوي.
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې سرچینې دوشنبې د سلواغې په ۱۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې ددې ښار په یوه هوټل کې یوه کس ځان ځړولی دی.
دغه کس د شپې له خوا ځان وژلی او تراوسه یې لامل نه دی روښانه شوی.
له بلې خوا، په زابل کې یوې معتبرې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په دې ولایت کې یوه اوولس کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، دغه ځوان د یکشنبې په شپه د زابل په مرکز کلات ښار کې ځان وژلی دی.
د ویلو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي. د ډېری دغو پېښو لامل بې وزلي او وزګاري بلل شوې کيږي.