زابل کې د یوې شکمنې ناروغۍ د خپرېدو له امله دوه تنه مړه شول

۸صبح، زابل: زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د یوې نه پېژندل شوې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکوي.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وایي، چې په تېرو څو اونیو کې د دغه ولایت روغتیایي مرکزونو ته پر یوې نه پېژندل شوې ناروغۍ اخته کسان ورغلي دي.

د حکیمي په وینا په تېره یوه اونۍ کې د دغې ناروغۍ له امله د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په فاتوز کلي کې دوه تنه مړه شوي دي.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس له دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د هڅو خبرې کوي.

د ویلو ده، چې سخته تبه او له خولې او پوزې د وینې بهېدل د دغې ناروغۍ نښې دي.

ورته لیکنې

Back to top button