په فاریاب او جوزجان کې د یوه جومات د ملا امام په ګډون دوه تنه وژل شوي دي

۸صبح، جوزجان: په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغو ولایتونو کې د یوه جومات د ملا امام په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د سه شنبې په ورځ (وري۱) د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار ته څېرمه نامعلومو وسله والو یو پنځوس کلن سړی په ډزو وژلی دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د سیف الدین په نوم دغه کس د وژلو لامل تر اوسه نه دی معلوم.

بلخوا په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې نن سهار د دغه ولايت د مرکز ميمنې ښار په په اتمه ناحيه کې د يوه جومات ملا امام د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

دغه ملا چې نور محمد بیدکي نومېده، د ميمنې ښار د اتمې ناحيې د محمديه جومات امام و.

په جوزجان او فاریاب کې طالبانو د دواړو پېښو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د محمدیه جومات د امام د وژلو په تړاو یې یو تن نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د ۱۴۰۱ کال په اوږدو کې د ۱۲زره جنايي پېښو د ثبتولو اعلان وکړ.

ورته لیکنې

Back to top button