۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د تېلو د زېرمه کولو په یوه ټانک کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دغه پېښه نن د وږي په ١٤مه، د کندهار د مرکز اړوند د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.
د وژل شوي کس نوم روح الله دی او هغه د دې سیمې د «فلزي کارګرانو» څخه و.
په دې پېښه کې د روح الله زده کوونکی ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.
د دغه ډول پېښو لامل د پلورونکو بې احتیاطي او په هېواد کې د نفتو او ګازو د معیاري زېرمو نشتوالی دی.