دوه تنه په فارياب کې ووژل شول

۸صبح، فاریاب: په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې، په دوو جلا پېښو کې، دوه تنه وژل شوي دي.
سيمه ييزو سرچينو نن چهارشنبه (د غوايي ۶مه)، وويل چې د ميمنې ښار د دويمې ناحيې اړوند د (تاتارخانې) په سيمه کې يو ٤٦ کلن سړی د سه شنبې په شپه (د غوايي په ٥مه)، د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى دى.
دغه کس (محمد عالم) نومېږي او تر اوسه يې د وژنې لامل او انګيزه نه ده څرګنده شوې.
له بلې خوا سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په يوه بله پېښه کې د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د (قوزیبای) کلا د کلي اوسېدونکی (اکرام الدين) د ګلبدين په نوم د يوه کس له خوا وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس په تېروتنه، د ښکار پر مهال، د ښکاري ټوپک په ډزو وژل شوى دى.
طالبان ددې خبر په تاییدولو سره وايي چې ګلبدین یې نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم په فارياب ولايت کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي وو.
د جنايي پېښو زياتوالي د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.