هرات کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه ووژل شول

۸صبح، هرات: هرات کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو له امله د دوو تنو له وژل کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې جمعه د لړم د پر دیارلسمه یوه سړي له لفظي شخړې وروسته خپل ورور په ډبره ویشتلی او وژلی یې دی.
دغه پېښه د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې شوې ده.
په همدې حال کې هرات کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې په یوه بله پېښه کې د یوه کس سر پرې شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه نه دی.
هرات کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې هرات ولایت کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.