په پروان او نيمروز کې په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي

۸صبح، پروان: د پروان ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یو ۲۸ کلن ځوان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

دغه پېښه نن دوشنبه )وري ۱۴) د دغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د ميانه ګذر په کلي کې رامنځته شوې ده.

دغه ځوان عصمت نومېده او د ناپېژاندو وسله والو له خوا په چړو وهل شوی دی.

د طالبانو ځايي چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده څرګنده.

په نيمروز ولايت کې هم سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو تن د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د دوشنبې په ورځ (وري ۱۴)، یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې نامعلومو وسله والو د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یو ​​​​سړی په ډزو وژلی او له سیمې تښتېدلې دي.

تر اوسه د دې پېښې لامل او انګیزه نه ده معلومه.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

په وروستۍ پېښه کې د جمعې په ورځ (وري۱۱) نا معلومو کسانو په کاپیسا کې یو ماشوم وژلی او جسد یې سوځولی و.

ورته لیکنې

Back to top button