ننګرهار کې د برښنا دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

حفيظ‌ الله علي خېل

د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوال کې د برښنا دوه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
پر دغو دواړو پروژو ۴.۴ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلی چې د ۳۴۰ کيلوواټه برېښنا د توليد ظرفیت لري.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمها وويل، دغه پروژې د سويلي کوریا او ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له لورې د ۴.۴ میلیونه امریکایي ډالرو په مالي لګښت د دره نور ولسوالۍ په شیمل سیمه کې پلي شوې دي چې د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې او ۱۴۰ کیلوواټه د اوبو د برښنا د تولید ظرفيت لري.
د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د برنامو معين پوپل حبيبي په خپلو خبرو کې وويل، د دې پروژې ساتنه او بيارغونه د يو کال لپاره تطبيقوونکی شرکت په غاړه لري او ژمنه يې وکړه چې دا پروژه به لا غښتلې او پراخه کړي. نوموړي یاده پروژه په دره نور کې له حياتي پروژو څخه وبلله، چې په دې ولسوالۍ کې به توليدي چارې ګړندۍ کړي او د دې ولسوالۍ توليدات به د هېواد سربېره نړیوال بازار ته هم لار پيدا کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې استازو ژمنه وکړه، چې د کليوالي انرژۍ برخه کې به نورې پروژې هم تطبی
ق کړي

ورته لیکنې

Back to top button