د کونړ پر مرکز اسعد اباد دوه توغندي توغول شوي
زمان سهيل

د کونړ ولايت مرکز اسعد اباد کې پر ولايتي روغتون نن سهار شاو خوا ۷:۳۰ دقيقې د هاوان دوه توغندي لګېدلې دي.
د کونړ ملکي روغتون رئیس عطاءالله صافي ۸صبح ته وویل، چې يو توغندی د روغتون دننه د پولیو واکسین پر څانګه لګېدلې، چې ځاني تلفات نه لري، خو ياده څنګه په بشپړه توګه سوځېدلې ده.
د صافي په وينا، اور ژر مهال شوی او د روغتون نورو برخو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
ويل کېږي چې بل توغندی پر ملکي کور لګېدلی دی او هغه ځاني تلفات نه لري.
کونړ کې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې څخه هر وخت دا ډول مرمۍ توغول کېږي.