فاریاب کې د وسلهوالو کسانو په ډزو کې دوه طالبان ووژل شول

ط۸صبح، فاریاب: فاریاب کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې پر موټرسایکل د سپرو وسلهوالو په ډزو کې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
دغه پېښه شنبه د لړم پر ۲۸ د شپې ۱۱:۰۰ بجې د فاریاب ولایت په مرکز کې د طالبانو د استیناف محکمې مخې ته شوې ده.
ځایي سرچینې وایي چې ناپېژانده وسلهوالو دغه دوه طالبان د پلټنې په یوه تمځای کې ویشتلي او له سیمې تښتېدلي دي.
فاریاب کې طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
فاریاب کې پر طالب جنګیالیو برید بې مخینې نه دی. موده مخکې په دغه ولایت کې د طالبانو د اقتصاد رییس هم په ورته پېښه کې ووژل شول.