د سرپل ولايت د نجونو د دوو ښوونځيو دوه ښوونکي او ٧٠ نارينه او ښځينه زده کوونکي مسموم شوي دي

۸صبح، سرپل: په سرپل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې له لومړی څخه تر شپږم ټولګیو پورې شاوخوا ۷۰ نارینه او ښځینه زده کوونکي او دوه ښځینه ښوونکې په مرموز ډول مسموم شوې دي.
سرچينو نن یکشنبه (د غبرګولي په ١٤مه)، له ٨صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې تاييد کړه، چې په مسموم شويو ماشومانو کې د دې ولسوالۍ د «کبود آب» منځني ښوونځي ٥٠ نارينه او ښځينه زده کوونکي او د «فیضآباد» د نجونو ښونځي ٢٠ زده کوونکي او دوه ښوونکي شامل دي.
د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو دوو ښوونځيو کې هر يو کې ١٢٠ او ٢٥٠ زده کوونکي درس وایي.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې څرنګوالى نه دى څرګند، خو د سیمې خلکوځينې سرچينې وايي، چې تر دې پېښې وړاندې يو شمېر ناپېژانده وسله وال چې ځانونه يې طالبان معرفي کول، د دوى په سيمو کې ليدل شوي دي.
د دوی په خبره، د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۳مه) لومړۍ د دغو دوو ښوونځیو زده کوونکو حاضري لغوه شوی او بیا مسموم شوي دي.
په همدې حال کې د سرپل ولايت روغتيايي سرچينې وايي، چې دوى نه دي توانېدلي، چې د زده کوونکو په بدنونو کې زهري مواد پيدا کړي.
په سرپل ولایت کې سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم تېر کال د لاريونونو پر مهال د کابل په پوهنتون کې يو شمېر ښځينه محصلينې مسمومې شوی وی، خو د لومړنيو ښوونځيو د نجونو مسمومېدل په هېواد کې بې مخینې نه دي.