د نجونو پر زده کړو د بندیز دوه کاله پوره شول؛ له زده کړو محرومې زده کوونکې هېرې شوې دي

د زده کړو له حقه له شپږم ټولګي د پورته نجونو د محرومیت د دوو کلونو له پوره کېدو سره هممهاله، په افغانستان کې یو شمېر نجونې زده کوونکې او د ښځو د حقونو فعالانې نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه د بشري حقونو له ارزښتونو دفاع کوونکي هېوادونه په دې برخه کې په نه پاملرنې تورنوي. نجونې زده کوونکې وايي له زده کړو د دوی له بې برخې کېدو د دوو کلونو په تېرېدو سره، لا هم له بې برخلیک حالت سره مخ دي او نړۍواله ټولنه یې باید هېرې نه کړي. دغه زده کوونکې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځيو د دروازو د ژر تر ژره پرانېستل کېدو غوښتنه کوي. په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې «د نړۍ وجدان» ویده دي او زیاتوي چې د نړۍ هېوادونو پر طالبانو د فشار راوستو پرځای له هغوی سره «د تعامل پر تګلاره» خپل تمرکز زیات کړی دی. د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو د لګېدلي بندیز د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د زرګونو نجونو هیلې او راتلونکی له خطر سره مخ دی. بل خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي، چې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو منعه کول له بشري حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده. هغه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د نجونو پرمخ د  ښوونځيو دروازې پرانېستل شي.

دوه کاله وړاندې (دوشنبه، د وږي ٢٧مه) طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې وتړلې، خو د دوو کلونو په تېرېدوسره د هغو د بېرته پرانېستلو لپاره کوم اقدام نه دی شوی. يو شمېر نجونې زده کوونکي وايي، چې دوه کاله کیږي چې د زده کړو له حقه بې برخې شوي او لا هم په بې برخلیک حالت کې دي.

یلدا فروتن، چې د کابل ښار د یوه دولتي ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، د نړۍ هېوادونه پر طالبانو فشار راوستو په برخه کې پر نه لېوالتیا تورنوي. هغې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:« دوه کاله کیږي چې له زده کړو بې برخې یو، دوه کاله کیږي چې غمجنې یو، خو هیچا هم زموږ هیلو ته پام نه دی کړی. نړۍوالې ټولنې په دې موده کې یوازې پرلپسې اعلامیې خپرې کړي، خو پر طالبانو د فشار راوستو جدي اراده نه لري. هغې زياته کړه: «که د ښوونځيو دروازې خلاصې هم شي، نو دا دوه کاله به څنګه او څوک جبرانوي؟ دوه کاله کیږي چې یوه ترهګره ډله یې حاکمه کړې او ښځې او نجونې یې له خپلو ټولو انساني او اسلامي حقونو محرومې کړې دي.»

زینب چې د پروان ولایت د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، هم غواړي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي. زينب ۸صبح ته وويل: «که پر طالبانو جدي فشار رانوستل شي، ډاډه اوسئ چې د دغو دوو کلونو په څېر به نور کلونه هم تېر شي، خو دا ډله به د ښوونځيو دروازې خلاصې نه کړي. سره له دې هم، د نړۍ له هغو هیوادونو چې تل د بشري حقونو د ملاتړ نارې وهي، غوښتنه کوو چې طالبان دې ته اړ کړي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لېرې کړي او موږ ته د زده کړې اجازه راکړي.»

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو د نه پرانېستل کېدو په غبرګون کې وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې «د نړۍ وجدان» ویده دي. د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسې مبارز له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د نړۍ هېوادونو پر طالبانو د فشار راوستو پر ځای «د تعامل پر تګلارې» خپل تمرکز زیات کړی دی. مبارز څرګنده کړه:«د افغان ښځو پر وړاندې د بشری جنایت له پیلېدو دوه کاله تېر شول. له جنايتکار طالبه هېڅ تمه نه لرو، خو د نړۍوالو – هغو هېودادونو د وجدان له چوپتیا چې د عدالت او برابرۍ داعیه لري او په نړۍ کې د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنه کوي هم، دوه کاله تېرې شول.»  هغې زیاته کړه:« په دغو دوو کلونو کې د نړۍ فشارونه او عملونه د اعلامیو له بریده وانوښتل او له طالبانو سره یې د تعامل تګلاره نوره هم زیاته شوه. نړۍ نور نه بینا سترګې لري چې د افغانستان خلک وګوري او هم نه د اورېدو غوږونه او نه د هغوی په نړۍوالو سیاستونو کې ویښ وجدان شته.»

مېرمن مبارز د طالبانو پر وړاندې د افغانانو د یووالي غږ وکړ. هغې زیاته کړه: «د مسألې بل اړخ د افغانستان خلک او قرباني شوي ښځې دي. که خلک له دننه د بدلون راوستل غواړي، له ملي پاڅون پرته بله لار نشته.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم په افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو د محرومیت د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت دغه محرومیت له بشري حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه بللې ده. هغه د دوشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۷ مه، پر اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي: « دا له بشري حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده، چې ټول هیواد ته اوږدمهالي زیانونه رسوي. نجونې په ښوونځي پورې تړلې دي، اجازه ورکړئ چې بېرته ولاړې شي.»

په ورته وخت کې د بښنې نړۍوال سازمان د دغې ورځې په مناسبت وايي چې په افغانستان کې د زرګونو نجونو هیلې او راتلونکی له خطر سره مخ دي. دې ادارې د اېکس پر ټولنیزه پاڼه د یوې لیکنې په خپرولو سره لیکلي، چې د نجونو پر زده کړو له بندیزه د دوو کلونو په تېرېدو سره، تر دې دمه په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

دغه راز «زده کړې انتظار نه کوي» په نامه د ملګرو ملتونو صندوق له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لېرې کړي. دغه صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۸۰ سلنه افغان نجونې چې شمېر یې ۲،۵ میلیونه دی، له زده کړو بې برخې دي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې میلیونونه نجونې ښوونځیو ته تللې او په خپلو څانګو کې یې دا هیلې پاللې چې ډاکټرانې، پوهانې او متخصصانې به شي.

دغه بنسټ ویلي دي، چې نن ورځ افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونو ته تر لومړنۍ دورې د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي او دغه نجونې په کور کې پاتې کېدو ته اړې دي. د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې طالبانو له خپلو ژمنو سره سره، د زده کړو له حقه د نجونو محرومولو او جنسي ځورونو ته دوام ورکړی دی. دغه سازمان د زده کړو له حقه د نجونو د محرومولو په تړاو د طالبانو د ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.

که څه هم طالب چارواکو تل ویلي دي، چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لنډمهالي دي، خو د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یې د دوو کلونو په تېرېدو سره  تر اوسه د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لیرې کېدو کره نېټه نه ده اعلان کړې. په دې وروستیو کې یوه اونۍ وړاندې په هرات ولایت کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د نجونو پر زده کړو د بندیز لېرې کول وخت ته اړتیا لري او له خلکو یې وغوښتل چې صبر وکړي.

له دې ټولو سره سره، د شاوخوا ۵۰ فرمانونو په اړه وروستی پریکړه کوونکی چې په عامه ځایونو کې یې ښځې او نجونې له حضوره منعه کړي او په کور یې کینولي دي، په کندهار کې د طالبانو «تندلاری» مشر دی چې تر اوسه یې خپل یو فرمان هم بېرته نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

Back to top button