د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولبا له خپل هسپانوي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې ایران باید روسیې ته د هر ډول وسلو ورکول بند کړي.
ایراني رسنیو پنجشنبه د نومبر پر ۳ راپور ورکړ، چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له خپل هسپانوي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې هېواد به یې د هغو هېوادونو پر وړاندې بې رحمانه چلند وکړي، چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره همکاري کوي.
کولبا زیاته کړه: «ننګونه رښتینې ده او موږ د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې ایران ته د دې پریکړې د تایید او پلي کولو له پایلو خبر ورکړی دی. موږ د امکان تر حده قاطع وو. اوس د ایران وار دی چې ګام پورته کړي.»
اروپايي هېوادونو او امريکا څو ځلې ايران تورن کړی، چې روسيې ته وسلې او بېپيلوټه الوتکې ورکوي.
خو ایران روسیې ته د وسلو د استولو تورونه رد کړي دي.