نړیوالې رسنۍ د یوې چورلکې د راغورځېدو په پایله کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر او د هغه د مرستیال له وژل کېدو خبر ورکوي.
سياېناېن راپور ورکړی، چې دغه چورلکه چهارشنبه د جنورۍ پر اتلسمه نېټه د اوکراین په برواري ښار کې یوه وړکتون ته نږدې نسکوره شوې ده.
په دې چورلکه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر دنیس موناستیرسکي او د هغه د مرستیال په ګډون ۹ تنه سپاره وو، چې ټول مړه شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې د چورلکې د راغورځېدو په ځای کې ۷ تنه نور هم وژل شوي او د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه ټپیان دي.
د کيیف د پوځي ادارې رییس اولکسي کولبا ویلي، چې چورلکه یوه وړکتون ته نږدې نسکوره شوې ده.
تر اوسه د چورلکې د سقوط لامل روښانه نه دی.
دا لومړی ځل دی، چې د اوکراین د کابینې غړی د روسیې د برید په لړ کې د هوایي پېښې له امله مړ کېږي.