د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو خپله ارزونه وړاندې کړې ده. په دې ارزونه کې ویل شوي چې د افغانستان اوسنی وضعیت له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره مناسب نه دی او باید د خلکو د بنسټيزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته شي. ګوټرېش له امنیت شورا غوښتي چې د بنسټیزو اړتیاوو لکه روغتیا، معیشت او خوراکي خوندیتوب لپاره مرستې باید غیر سیاسي شي څو د دوامداره مرستو لاره هواره شي. د هغه په ارزونه کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګاونډي هېوادونه، د ملګرو ملتونو بنسټونه او نور نړۍوال اړخونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د حکمرانۍ او بشري حقونو د وضعیت په تړاو جدي اندېښنې لري او دغه راز له افغانستانه سیمه ییز ټيکاو او امنیت ته بالقوه ګواښونه شته. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ارزونه کې ویل شوي، چې مرستندویو هېوادونو د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په غبرګون کې خپلې مرستې محدودې کړي دي. د دې ارزونې له مخې، بندیزونو او پر طالبانو د باور نشتوالي د افغانستان بانکوالي او خصوصي سکټور هم فلج کړی دی.
انټونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو په خپله ارزونه کې ویلي دي، چې د بېړنیو اړتیاوو لکه روغتیا، معیشت او خوراکي خوندیتوب لپاره مرستې باید غیر سیاسي شي، څو د دوامدارو مرستو امکان برابر شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د نه تبعیض د اصل پر خوندیتوب په ټینګار سره ویلي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونه او ازادۍ باید تامین شي او په ټولو برخو کې هغوی ته د ونډې ورکولو لاره باید هواره شي. د هغه په وينا، د نړۍوالو مرستو زياتوالى او اقتصادي خبرې اترې او اصلاحات بايد د افغانستان د اقتصادي بيارغونې پر وړاندې پراته خنډونه لېرې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ارزونې په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره مناسب نه دی او طالبانو د خلکو بشري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې اړتیاوې او لومړیتوبونه او د نړۍ اندیښنې له پامه غورځولي دي.
د ګوترېش په ارزونه کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګاونډي هېوادونه، د ملګرو ملتونو بنسټونه او نور نړۍوال اړخونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د حکمرانۍ او د بشري حقونو د وضعیت په تړاو جدي اندېښنې لري او دغه راز له افغانستانه د سیمه ییز ثبات او امنیت لپاره بالقوه ګواښونه شته.
د هغه ارزونې ښیي، چې د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت او د هغه د پراخو پایلو له امله رامنځته شوې اندېښنې ان نړۍواله سوله او امنیت په خطر کې اچوي. په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د زده کړې، تحصیل او کار پر وړاندې لګول شوي بندیزونه د ملګرو ملتونو له بنسټیزو ارزښتونو سره اړخ نه لګوي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د روان وضعیت عادي کېدل د بندون لامل شوي او دغه هېواد ډېری نړۍوال چاپېریالونه له لاسه ورکړی دی. د هغه په وينا، له افغانستان سره د نړۍ اړيکې په نامعلوم حالت کې دي، چې دغه هېواد ته به جدي پايلې ولري.
د ملګرو ملتونو د سر منشي په ارزونه کې ویل شوي چې هغو هېوادونو چې پراختیايي او تخنیکي مرستې کوي، تر ډېره د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په غبرګون کې د خپلو مرستو اندازه محدوده کړې ده. د دې ارزونې له مخې، بندیزونو او پر طالبانو د باور نشتوالي د افغانستان بانکوالي او خصوصي سکټور فلج کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې اقتصاد په خورا ټیټه کچه کې دی، که څه هم انډول لري، خو حساس پاتې شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ارزونې دا په ګوته کړې چې د تمویل کوونکو د مالي مرستو احتمالي کمښت د نړۍوالې سیالۍ د غوښتنو او افغانستان ته د مرستو په لیږلو کې د محدودیتونو له امله دی.
ښاغلي ګوترېش امنیت شورا ته په خپلو وړاندیزونو کې ویلي، چې د افغانانو روغتیا، هوساینه او امنیت یوازې یوه کورنۍ مسأله نه ده. هغه څرګنده کړې، افغانستان له بېلابېلو ټولنو سره ژورې تاریخي، کلتوري او سیاسي اړیکې لري. د ګوترېش د ارزونې له مخې، هغه څه چې د افغانستان پر خلکو اغېز کوي، ګاونډي، د سیمې او ان له سیمې اخوا هېوادونه هم اغېزمنوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍوالې ټولنې ته سپارښتنه کړې چې یوه داسې سیاسي لاره په ګوته کړي چې د افغانانو، ټولو سیاسي اړخونو او نړۍوالې ټولنې ګټې پکې په عادلانه توګه خوندي وي. د هغه په وینا، د یوې اساسي لارې نقشه چې د لا اغېزناکو خبرو اترو امکان برابروي او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې د ښکیلو اړخونو د لومړیتوبونو د پلي کولو اسانتیا رامنځته کوي، اړینه ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ارزونه کې راغلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) په ګډون د ګڼو نړۍوالو تړونونو له مکلفیتونو سره چې افغانستان په ۲۰۰۳ کې منلي وو، په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې په نړۍوالو ادارو او سیسټمونو کې د افغانستان هر ډول رسمي ادغام د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو رهبري کوونکي رول ته اړتیا لري. دغه راز د هغه په سلا مشورو کې د نابرابر چلند او تبعیض د نورو بېلګو پر له منځه وړلو ټینګار شوی دی. ګوترېش زیاته کړې، چې یو شمېر قومي او مذهبي لږکي د څنډې ته کېدو احساس کوي او د طالبانو په چلند کې یې د تبعیض او نابرابرۍ بېلګې وړاندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سر منشي په ارزونه کې ويل شوي، چې خلک نه شي کولای د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو کې خپله اندېښنه مطرح کړي او یا له خپلو ديني، سياسي او کلتوري حقونو ګټه پورته کړي. هغه په ډاګه کړې چې پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته د عمومي بښنې له اعلان سره سره، د پخوانیو دولتي کارکوونکو د غچ اخیستنې په ګډون د ناقانونه وژنو او نیولو راپورونه لاهم ورکول کیږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان امنیت شورا ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو او څارنې له امله مدني فضا ډېره تنګه شوې او د مدني او رسنیزې ټولنې د غړو د ځورولو او خپلسرو نیولو لامل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سر منشي په ارزونه کې څرګنده شوې، چې عدالت ته لاسرسی د لویې څارنوالۍ او د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې د حذف په ګډون د هغه د تطبیق کوونکو بنسټونو په له منځه وړلو سره کمزوری شوی دی. د ارزونې له مخې، د دې ډلې قوانينو تورن کسان له عادلانه لاسرسي هم بې برخې کړي دي.
د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل او د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوي په دې ارزونه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له سپارښتنو دي. نوموړي ویلي، چې د القاعدې په ګډون د ترهګرو ډلو جنګیالي په افغانستان کې د عمل ازادي لري. ګوترېش زیاته کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک او په افغانستان کې د هغه نور متحدین د تاوتریخوالي د پروګرامونو د پلانولو په حال کې دي. په ارزونه کې ویل شوي، چې په دغو ډلو کې ځینې یې په پاکستان کې له دننه عناصرو سره اړیکې لري.
د سرمنشي ارزونې ښودلې، چې د کورنیو په کچه د هوساینې شرایط لاهم خراب دي. د هغه په وينا، اوسنۍ مرستې د ټولو افغانانو لپاره چې مرستې ته اړتيا لري، بسنه نه کوي. ګوترېش زیاته کړې چې له نړۍ سره د افغانستان د نښلولو لپاره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو لارو فعالول اړین دي، څو خلک وکړای شي خپلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د هغه په ارزونه کې راغلي، چې بانکي سیسټم لاهم په عادي توګه فعالیت نه کوي او له ۲۰ ډوله ډېرې سوداګریزې راکړې ورکړې او نور تادیات تقریباً په بشپړ ډول د نا رسمي چینلونو له لارې ترسره کیږي او کورنی ناخالص تولید د کچې پر کمېدو سربیره، د ځوړ له لویو خطرونو سره مخ دی.
د سرمنشي په ارزونه کې ویل شوي چې د ټولګډونه حکومت جوړېدل د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه ده. خو طالبانو تر اوسه دا خبره نه ده منلې. ګوترېش امنیت شورا ته ویلي، افغانستان یو متنوع او د څو قومونو، څو فرقو، څو ژبو او څو کلتورونو لرونکی هېواد دی چې ټول باید د دغه هېواد په حکومتي جوړښت کې شامل وي او رول ولري.
دغه راپور د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غوښتنه هم د یوه ټولګډونه، ځواب ویونکي او مسوول حکومت جوړېدل بللي چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره مهم دي. هغه امنیت شورا ته هم د تماس د یوې کوچنۍ ډلې د جوړېدو سپارښتنه کړې. د تماس دا ډله به د نړۍوالو شریکانو ترمنځ کړنې او دریځونه همغږي کوي.
دا ارزونه په داسې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استول شوې چې دغه بنسټ د روان کال د مارچ په ۱۶مه، د ملګرو ملتونو له سر منشي غوښتي وو، چې د افغانستان د وضعیت په تړاو دې دغې شورا ته یوه خپلواکه ارزونه وړاندې کړي.