د بشري حقونو عالي کمېشنري: د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې فلسطینۍ خبریاله اسراییلو وژلې

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاندې راوینا شمداساني جنوا کې په خبري ناسته کې د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینۍ خبریالې ابوعاقلې د وژنې په اړه نوې څېړنې وړاندې کړې دي.

هغې ویلي، کومې مرمۍ چې فلسطینۍ خبریاله شیرین ابوعاقله پرې لګېدلې، د اسراییلي پوځیانو له خوا وېشتل شوې وې.

اناتولي خبري اژانس د شمداساني له قوله زیاته کړې: «ټول هغه اسناد چې موږ اوس وڅېړل، له دې جملې د اسراییل د پوځ رسمي اطلاعات او د فلسطین لویې څارنوالۍ دا موضوع چې پر ابوعاقلې لګېدلې مرمۍ د اسراییل امنیتي ځواکونو له خوا وېشتل شوې وې، تاییدوي.»

هغې همداراز ویلي، چې د نښتې په سیمه کې د فلسطینیانو له خوا هېڅ وسله وال خوځښت نه دی ثابت شوی.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ موندلي، چې د اسراییل امنیتي ځواکونو تر ډزې کولو مخکې خبریالانو ته هېڅ ‌ډول خبرداری نه و ورکړی.

شمداساني د دغې وژنې د عاملینو محاکمې غوښتنه کړې ده.
د الجزیرې شبکې ښځینه خبریاله شیرین ابوعاقله د مې پر ۱۱ د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د جنین پر پوستې د اسراییلي سرتېرو د خبري پوښښ په حال کې په ډزو ووژل شوه.

ورته لیکنې

Back to top button