۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر، د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د دغه ولایت د مدني ټولنې له استازو سره د دې بنسټ د مرستیال مارکوس پوټزل د کتنې خبر ورکړ.
یوناما پر خپله ټویټر پاڼه نن پنجشنبې د لړم په ۲۶مه ویلي چې په دغه کتنه کې مارکوس پوټزل ویلي، سوله ییز افغانستان پراخو سیاسي بهیرونو ته اړتیا لري.
پوټزل ټینګارکړی چې پراخ سیاسي بهیرونه کولای شي د ټولو افغانانو په تېره بیا ښځو او مذهبي لږکیو ته رسېدنه او درناوی وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون پراخ بنسټه دولت پر جوړولو ټینګار کړی دی. خو طالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې دغې غوښتنې ته پام نه دی کړی.