۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما ویلي، چې دغه هېواد د ناورین یوه نوي پړاو ته د دننه کېدو په حال کې دی.
یوناما شنبه د مرغومي پر ۱۷ یوه ټویټ کې ویلي، چې د نجونو پر زدهکړو او په ځایي او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار به بندیز ټولو افغانانو ته زیان ورسوي.
د یوناما د معلوماتو له مخې د دغه بنسټ مرستیال مارکس پوټزل د طالبانو د لوړو زدهکړو د وزارت له سرپرست ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې دغه موارد مطرح کړي دي.
په دې لیدنه کې پوټزل افغانستان کې د ښځو د کار او زدهکړو د ممنوعیت ژرترژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
د ویلو ده، چې یوناما په دې وروستیو کې د ښځو پر کار او زدهکړو د ممنوعیت لپاره هڅې پیل کړې دي.