یوناما: افغانستان د نړۍ د ۸۵ سلنه تریاکو سرچینه ده

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي چې افغانستان د نړۍ د ۸۵ سلنې تریاکو سرچینه ده.
یوناما دوشنبې د لیندۍ په څوارلسمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې له مرستیال حاجي عبدالحق آخوند سره په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د رییسې روزا اوتنبایوا د کتنې خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دوی د نشه يي توکو د مخنیوي، د روږدو د درملنې لپاره د هڅو، د تریاکو د له منځه وړلو، د نشه يي توکو د زیانونو او بدل کښت په اړه خبرې اترې وکړې.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د وري په ۱۴مه د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوند زاده یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې د کوکنارو کښت په بشپړ ډول منع اعلان شوی دی.