۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یوناما مشرې رزا اوتونبایوا د طالبانو د عدلیې له سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي سره په لیدنه کې د ښځینه وکیلانو د فعالیت جوازونو د غځولو غوښتنه وکړه.
یوناما یکشنبې د سلواغې په ۲۳مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې مېرمن اوتونبایوا د عدلیې وزارت لخوا د ۱۳ سوه نارینه مدافع وکیلانو د فعالیت جوازونو نوي کولو ته په اشارې سره د ښځینه مدافع وکیلانو د فعالیت جوازونو د غځولو غوښتنه هم کړی ده.
د یوناما مشرې د افغان ښځو او ماشومانو لپاره عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د ښځینه مدافع وکیلانو تخصص خورا مهم وباله.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې لا هم د ښځینه وکیلانو جوازونه نه دي نوي کړي. طالبانو د روغتیا او پولیسو له څانګو پرته ښځې له کوره بهر له هر ډول کار څخه منع کړې دي.