یوناما د سمنګان په «الجهادي» مدرسه کې د چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر۱۹ تنه اعلان کړ

کابل: په افغانستان کې د یوناما دفتر وايي، د سمنګان په مرکز کې د «الجهادي» په مدرسه کې پرونۍ چاودنې ۱۹ تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ پر۱۰مه نېټه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سمنګان په مرکز کې په یوې مدرسه کې پرونۍ چاودنې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه بنسټ په وینا په قربانیانو تر ۲۰ زیات ماشومان هم شامل دي.
یوناما ویلي: «موږ له ټولو قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو. په دې تړاو څېړنو ته اړتیا ده او د دې پېښې مسوول کسان باید ځواب ویونکي وي.»
بل خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، چې د دې چاودنې په پایله کې ۱۰ زده کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه چاودنه د لیندۍ پر ٩مه نېټه، د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار کې په «الجهادي» مدرسه کې وشوه.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.