یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۳۴ کسانو ته د طالبانو له خوا فزیکي جزاګانې ورکړل شوي دي

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی مرستندویه پلاوي (یوناما) په تازه راپور کې ویل شوي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې، د طالبانو له خوا ۳۳۴ تورنو کسانو فزیکي جزاګانې شوي دي.
یوناما نن دوشنبه (د غوایي په ۱۸ مه) د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال تر مې میاشتې پورې، د طالبانو لخوا د جسمي جزاګانو او اعدامونو د تطبیق په اړه مفصل راپور خپور کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي ویلي چې په دغه راپور کې د هېواد د کورنیو قوانینو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې، د جسمي جزاګانو او د مرګ د سزا بېلګې مستند شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۴ نارینو، ۵۸ ښځو او ۲ هلکانو ته د طالبانو د محکمو له خوا فزیکي سزاګانې ورکړل شوي او په دُرو وهل شوي دي.
په یوناما کې د بشري حقونو مشرې (فیونا فریزر) وویل: «جسمي جزاګانې له شکنجې ضد کنوانسیونه سرغړونه ده او باید ودرول شي. ملګري ملتونه د اعدام له سزا سره په کلکه مخالفت کوي او طالبان هڅوي چې سمدستي پر اعدام بندیز ولګوي.»
د طالبانو لخوا د جسمي جزاګانو او اعدامونو په اړه په نوي چمتو شوي راپور کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت، د یوناما پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اسلامي احکامو په عملي کولو مکلف دي او په اسلامي قوانینو کې د قصدي قتل سزا، قصاص دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو په زندانونو کې د جبري اقرارونو د ترلاسه کولو لپاره د تورنو کسانو د شکنجې، ګواښونو او سپکاوي مستند او معتبر راپورونه خپاره شوي دي؛ خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تورنو کسانو د اقرار اخیستلو له دې طریقې سره مخالفت ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دا په شرعي او قانوني لحاظ جواز نلري.
یوناما په افغانستان کې په داسې حال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جسمي جزاګانې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې مستند کړي، چې دغې ډلې د هېواد د واک تر لاسه کولو وروسته په عام محضر کې جسمي جزاګانې او د اعدام سزا بیا پیل کړي ده. خو دا سزا د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ شوې او په کلکه غندل شوې ده.