۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوی یا یوناما وایي، چې د دایکندي د سیوک سیمې په پېښه کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه جدی راپورونه شته او غواړي چې دا موضوع وڅېړي.
یوناما پنجشنبه د لیندۍ پر ۱۰ یوه ټویټ کې لیکلي، چې د دایکندي د پیښې په پایله کې چې طالبان د ملکي وګړو پر وژلو تورن دي، لږترلږه ۸ ماشومان وژل شوي دي.
دغه سازمان ویلي: «یوناما هڅه کوي چې د دایکندي د سیوک د وروستۍ پیښې په تړاو رښتیا راوسپړي. د ملکي تلفاتو په اړه جدي راپورونه شتون لري، د ماشومانو په ګډون لږترلږه د ۸ کسانو غیرقانوني وژنه ترسره شوې.»
یوناما زیاته کړې، چې د دغې پېښې په اړه د کره څېړنې او حساب ورکولو د اړتیا په اړه یې له طالبانو سره اړیکه نیولې ده.
د تېرې اونۍ په پای کې طالبانو د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار ته څېرمه پر سیوک شیبر کلي برید وکړ، چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون ۹ تنه ووژل شول.
په دایکندي کې ځایي طالبانو سمدستي اعلان وکړ، چې د یوې حقوقي شخړې په پایله کې یې په سیوک شیبر کلي کې څو تنه نیولي دي. خو په کابل کې د طالبانو ویاندویانو وروسته وویل، چې په دغه کلي کې یې پر یوې وسلهوالې ډلې برید کړی دی.
د ویلو ده، چې په سيوک شيبر کلي کې هېڅ جنګیالي شتون نه درلود او د دغه کلي د اوسېدونکو په وينا ټول قربانيان د دوو کورنيو غړي وو.