۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما ویلي، چې په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له سختې قحطۍ سره مخ دي.
کابل کې د یوناما مرستیال رامز الاکبروف چهارشنبه د لیندۍ پر نهمه نېټه د ملګروملتونو سازمان په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، چې دغه شپږ میلیونه کسان د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو له کموالي سره مخ دي، دوی د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بيړني حالت سره لاس او ګرېوان دي.
ښاغلي الاکبروف زیاته کړه: «دا پنځم پړاو ته له رسېدو مخکې وخت دی، او پنځمه پړاو په اصل کې د قحطۍ د ناورین پړاو دی. نو، شپږ میلیونه خلک دغه ځانګړي پړاو ته نږدې کیږي.»
افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان سیاسی مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان ټولنې له درېیو برخو دوې برخې، چې څه باندې ۲۸ میلیونه وګړي په کې شامل دي په راتلونکي کال کې به بشري مرستو ته اړتیا ولري.
الاکبروف وویل: «موږ د ژمي د چمتووالي د پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۷۶۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو، او د کال له پایته رسېدو مخکې ۶۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. موږ د ټول کال لپاره د بودیجې په برابرولو کې له ستونزو سره مخ یو.»
په کابل کې یوناما اعلان کړی، چې په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له یوې خطرناکې قحطۍ سره مخ دي او په همدې اونۍ کې سیګار په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري څانګو په بودجه کې د پام وړ کموالی اعلان کړی دی.