۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي دفتر (یوناما) وایي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونه باید رعایت شي.
یوناما سهشنبه د لړم پر ۲۴ د یوه ټویټ په خپرولو پارکونو او تفریحي ځایونو ته له تلو د ښځو او نجونو د مخنیوي په تړاو د طالبانو له وروستیو پرېکړو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ زیاته کړې: «د افغانانو ټول حقونه په ځانګړې توګه د عمومي ژوند ټولو چارو ته د ښځو لاسرسی او د نجونو د زدهکړو حق باید خوندي شي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې بیانېږي، چې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په یوه فرمان کې د کابل ښار په عمومي پارکونو کې د نجونو او ښځو حضور منع کړی دی.
له دې پرېکړې وروسته د بښنې نړیوال سازمان دغه کار د ښځو حقونو ته یوه بله ضربه بللې ده.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د طالبانو له خوا دا ډول پرېکړه باید ژر تر ژره لغوه شي.