له خلکو د یوناما د مرستیال غوښتنه: د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت پروړاندې غږ پورته کړئ

۸صبح، کابل: کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال مارکس پوټزل په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو د منع کولو په تړاو د طالبانو پر پرېکړې نیوکه وکړه.
پوټزل سه شنبه د لیندۍ پر ۲۹ خپل ټویټر کې له هغو افغانانو، چې د له دې پرېکړې سره مخالف دي غوښتي: «خپل غږ پورته کړئ.»
کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال د طالبانو وروستۍ پرېکړه «وروسته پاتېوالی» بللې چې د نوموړي په وینا «د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اتونبایوا تراوسه د طالبانو د نوې پرېکړې په اړه دریځ نه دی نیولی.
له دې مخکې ځینو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو هم د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پروړاندې غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.