د هند لوی سوداګريز کرکټ لیګ ۲۰۲۲ کال «IPL» سیالۍ د ګجرات تیتانز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د آی پي ال پایلوبه نن یکشنبه د غبرګولي پر ۸ د هند د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې وشوه.
د راجستان رایلز لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ګجرات لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه، چې د ګجرات لوبډلې دا هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
په ګجرات لوبډله کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، رحمن الله ګربز او نوراحمد لکڼوال لوبېدل؛ خو یوازې راشد خان ته په دغه لیګ کې د لوبو چانس ورکړل شو.
راشد خان په نننۍ پایلوبه کې په څلورو اورونو کې یوازې ۱۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. ګجرات د دغه لیګ نوې لوبډله وه، چې افغان لوبغاړی راشد خان یې مرستیال کپتان و.
افغان ستوري راشد خان د دغې لوبډلې په اتلولۍ کې ښه کارکردګي وښوده، چې په مټ يې په لومړي ځل خپله لوبډله د دغه ليګ اتلولۍ ته ورسوله.