۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د افغانیو ۱۰۰ میلیونه نوي چاپ شوي بانکنوټونه یې خصوصي بانکونو ته وېشلي دي.
دغه بانک چهارشنبه د سلواغې پر پنځمه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د نویو افغانیو په وېش سره له بانکونو زړې پیسې ټولې شوې دي.
د افغانستان بانک په وینا په نویو چاپ شویو پیسو کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو بانکنوټونه شامل دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک بیا د دې په اړه، چې نوې افغانۍ په کوم هېواد کې چاپ شوې دي معلومات نه دي وړاندې کړي.
موده مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي و، چې د دوو اسعاري معاملو له مخې نوې افغانۍ چاپ شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې هېوادوال د پیسو له زړوالي شکایت لري.