۸صبح، کابل: کابل ته د ملګروملتونو سازمان د پلاوي له سفره وروسته، د طالبانو تر بیرغ لاندې ددغه پلاوي د امنیتي ټیم عکس غبرګونونه راپارولي دي.
په خپرو شویو تصویرونو کې چې په ټولنیزو پاڼو کې پنجشنبې د مرغومي په ۲۹مه خپاره شوي، د آمنې محمد په مشرۍ د ملګروملتونو سازمان امنیتي ټیم ښودل شوی چې د طالبانو تر بیرغ لاندې د طالبانو او داعش په شان (د اشارې ګوتې مخ پورته) نیولې ده.
که څه هم ددغه تصویر مشخص ځای چې کابل ته د ملګروملتونو سازمان د لېږل شوي امنیتي ټیم غړي د طالبانو تر بیرغ لاندې پکې ښودل شوي روښانه نه دی، خو د دوی دا کړنه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د ټویټر یوه کاروونکي لیکلي: «اوس یوه پوښتنه مطرح کېږي: د طالبانو ملاتړي څوک دي؟»
یوه بل کس د عکس په خپرولو سره لیکلي: «دا ددغه ټیم ډېره بې پامي ښيي چې د ملګروملتونو سازمان استازیتوب کوي، دا باید عمومي شي ترڅو د دې سازمان مسوولین لږ پوه شي.»
له بلې خوا، د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري ویلي چې د «ملګروملتونو سازمان د کارکوونکو» دا کار د نوموړي سازمان بې طرفي او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي د مرستیالې آمنې محمد په مشرۍ یوه پلاوي دوې ورځې مخکې له طالب چارواکو سره د کتنې لپاره افغانستان ته سفر وکړ او اوس هم په کابل کې دی.