د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د واده مراسم، سټېژ د طالبانو د مبلغانو په واک کې دی

طالبانو له پیدا کېدو او بیا د خپلې حکومتولۍ له لومړۍ دورې نیولې تر بیا پیاوړي کېدو او پرهېواد له بیا واکمنېدو راهیسې تل د هېوادوالو په ټولنیزو او شخصي چارو کې لاسوهنه کړې ده. ان کلتوري مسایل هم د دې ډلې له مداخلې خوندي نه دي. موسیقي، اتڼ او نڅا چې د واده په مراسمو کې د خوښۍ او ښادۍ یوه نښه ده، واک ته د طالبانو له رسېدو سره پرې بندیز لګول شوی دی. اوسمهال هېوادوال په ځانګړي توګه د هرات اوسېدونکي مکلف دي چې د خپلې ښادۍ مراسم له موسیقۍ پرته په داسې ډول ترسره کړي، چې طالبان یې غواړي.

د هرات اوسېدونکي د واده د مراسمو لپاره د طالبانو د ټاکل شوې اجنډا له پلي کېدو راضي نه دي. د دوی په وینا، د طالبانو اجنډا بې محتوا ده او د تفریح او ساتېرۍ اړخ نه لري او په ډيری مراسمو کې د دې ډلې پلویان د ګډونوالو د خوښې پر خلاف د طالبانو موخې او نظرونه تبلیغوي.

په هرات ښار کې د یوه واده مراسمو ته بلل شوی یم، د مراسم لرونکواو مېلمنو څېرې  مړاوې او نیولې دي. د موسیقۍ او نڅا ځای په بشپړه توګه تش دی. مراسم لرونکي اړ شوي دي چې د طالبانو اجنډا عملي کړي. یوکس چې د هنرمند پرځای پردریځ ولاړ دی، په لوړ غږ د دین په هکله ځينې پوښتنې کوي او ځوانان او ماشومان دغه پوښتنې ځوابوي. وروسته د پروګرام چلوونکی په میګرافون کې په لوړ غږ چیغې وهي: «الله اکبر، آفرین جزاک‌الله خیراً» او دوام ورکوي:« د ډیرې خوښۍ ځای دی، چې زموږ ودونه په دې ډول اسلامي ترسره کیږي چې پکې د صحابه وو، دین او جهاد خبرې کیږي او هېڅ ډول لهو و لعب او مزخرفه او بې لارې کوونکې موسیقي پکې نشته.»

د واده د دغو مراسمو چلوونکی د سیمې د جومات ملا دی. د زوم او ناوې له پلرونو د مراسمو د ترسره کېدو د څرنګوالي په تړاو پوښتم. وایي، دوی د مراسمو د ترسره کېدو پر څرنګوالي کار نه لري او د جومات ملا ورته ویلي دي، چې مراسم باید په اسلامي بڼه ترسره شي او په خپله یې د مراسمو اجنډا جوړه کړې ده.

د واده دغه مراسم د هرات ښار د ودونو په یوه لوکس تالار کې جوړشوي دي، دغلته د طالبانو له واکمنېدو مخکې د غوره هنرمندانو په هنري پروګرامونو سره د خوښۍ له شوراو ځوږه ډک مراسم ترسره کېدل، خو نن دا ځای د طالبانو د موخو او نظرونو د تبلیغ پرځای بدل شوی او د هرات د په زړه پورې سیمه ییزې موسیقۍ او د خلکو د خوښۍ او ولولو ځای پکې تش دی.

په دې بڼه د واده د مراسمو ترسره کېدل پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وورسته، په هرات کې معمول شوي دي. د مراسمو اجنډا تر ډیره د جوماتونو ملا امامان په ځانګړې توګه طالب پلوي ملایان جوړوي. د قرآنکریم له تلاوت وروسته، د طالبانو مبلغان فضا په بشپړه توګه سیاسي کوي او تفریحي اړخ یې دیني پوښتنې دي.

هر ملا چې وینا کوي، خبرې یې د طالبانو رژیم پرستاینې او د دې ډلې د مخالفین پر تخریب راټولې وي. د مقاومت د جبهې غندنه، هغه تکراري خبره ده، چې د دغو مراسمو له ټولو چلوونکو اورېدل کیږی.

د یوه محفل چلوونکی چې وربلل شوی یم، د وینا پرمهال د خپلو ملګرو داسې ستاینه کوي: د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې نن کار خپل اهل ته سپارل کیږي. زموږ خلک باید هره شېبه د دې نعمت شکر ادا کړي. وړتیا پالنه په واقعي مانا نن لیدل کیږي. زموږ ډیری رییسان ولسوالان، قاضیان او د حوزو امران شیخ الحدیثان دي او په ټيټو رتبو کې هم د علم طالبان کار کوي. که زموږ خلک د نعمت کفران وکړي، خدای به بېرته کافران او یهود او نصارا پر موږ واکمن کړي»

د مراسمو دغه چلوونکی د دې ډلې د مخالفینو په غندنه کې زیاتوي:« د ډير افسوس ځای دی چې بیا هم د افغانستان د خلکو یوه ډله ګمراه کیږي او د کفارو لمنې ته لاس اوږدوي اود اسلامي حکومت پر وړاندې یاغيتوب کوي او پر ځان د مقاومت جبهې نوم اېږدي. د مقاومت جبهه چېرې ده؟ دا د مزاحمت جبهه، د رضلالت جبهه او د رذالت جبهه ده، فیسبوکي جبهه ده. د افغانستان خلکو د سېکولرانو او بې دینانانو د حکومت پایله لیدلې ده او بیا هېڅکله دا تېروتنه نه کوي چې خپلو علماوو ته شا کړي.»

د جومات دغه ملا تېرې دوه لسیزې د افغانستان د خلکو د تباهۍ او بې لارۍ کلونه بولي او زیاتوي:« یهودو او نصاراوو په تېرو شلو کلونو کې په بیلابیلو پلمو د افغانستان خلک ګمراه او تباه کړل. د دې خاورې نجونې او ښځې یې د کار او فعالیت په پلمه له کورونو نه بهر ته را واېستې، زموږ له پتمنو ښځو یې مدني ټولنه جوړه کړه او د حجاب او چادرۍ د له منځه وړلو لپاره یې په چل او نیرنګ سره، پروګرامونه طرحه کړل او فکر یې کاوه، چې کار خلاص دی، خو له دې غافل چې والله خیرالماکرین.»

د طالبانو دغه مبلغ خپلې خبرې هغو خلکو پر دسترخوان کوي، چې اورېدل یې د مراسمو هېڅ یوه جوړوونکي ته د خوښۍ وړ نه دي، ځکه هم د زوم پلار او هم د ناوې پلار د ټولنې روښانفکره شخصتیونه دي او د طالبانو د اېډیولوژۍ مخالف دي او د جمهوریت پرمهال يې په هرات ولایت کې لوړې دندې ترسره کړې دي. پر دې سربېره، زوم د مخکیني حکومت پرمهال مدني فعالیتونه لرل او ناوې هم، داسې نجلۍ ده چې تحصیل یې کړی او د انګلیسي ژبې اوکمپیوټر په یوه ښوونیز مرکز کې یې  درس ورکاوه.

د زوم یو خپلوان مې ترڅنګ ناست دی، تر ډیره پرخپل ګرځنده ټيلفون بوخت دی. له هغه سره خبرې پېلوم او د مراسمو د محتوا په تړاو ترې پوښتم، موسکا کوي او وایي:« مراسم ډير ستومانوونکي دي، واقعاً دا د خلکو په حق کې جفا چې له دودیزو مراسمو یې ځان ته سیاسي سټیژ جوړ کړی دی. له ماښام راهیسې یې دلته خلک کېنولي او مجبور یو، سیاسي تبلیغ ته غوږ ونیسو.» د خوښۍ د مراسمو دغه ګډونوال زیاتوي:« ښه، که موسیقي د دوی له نظره سمه نه ده، نو لږترلږه سالم تفریحي مسایل دې په پروګرام کې شامل کړي. پرهغو ټولنیزو مسایلو چې خلک اړتیا لري پرې وپوهېږي، باید خبرې شوې وای، ډیر دیني مسایل وو، د واده، مهر او نورو مسایلو په تړاو خبرې کیدای شوی. خو دوی راغلي دي او د واده تالار یې د ځان د تبلیغاتو پرمرکز بدل کړی دی.»

طالبان په داسې حال کې دیکتاتورانه چلند او د خلکو د ارادې او غوښتنې پرخلاف په ټولنیزو اوکلتوري چارو کې لاسوهنه کوي، چې د دې ډلې تر راتګ مخکې د هرات ښار د خوښۍ په مراسمو کې د زیاتو هنرمندانو حضور او د خلکو خوښي او خوشحالي د هېواد د نورو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره یوه بېلګه وه.

د واده په مراسمو کې موسیقي او خوښي د هرات او افغانستان د خلکو پخوانی دود دی، چې د طالبانو په راتګ سره پرې بندیز لګیدلی او د دې ډلې د کسانو په مداخلې سره، د کورنیو د خوښيو او ښادیو سټيژ د طالباني افکارو د تبلیغ پر سنګر بدل شوی دی.

Back to top button