د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر له محتسبانو شکایت کوي او وایي چې دا ډله په پرله پسې توګه د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته مزاحمت کوي او خلک ځوروي او ان نیسي یې. د دوی په وینا، د دغه وضعیت دوام د خلکو ژوند سخت کړی او د طالبانو ډېری محتسبان خلک په جماعت کې د نه حضور له امله نیسي او ځپي. د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي شیعه مذهبه او هزاره توکمي دي.
د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ځینو کلیو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د محتسبانو له لوري د خلکو د ځپلو له دوام او د فشارونو له زیاتېدو شکایت کوي. دوی وایي چې د طالبانو محستبان په بېلابېلو پلمو خلک ځوروي او مذهبي فشارونه پرې اچوي. د اوسېدونکو په وینا، د دې بهیر دوام د دوی مذهبي آزادۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.
د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ د مرکز یو اوسېدونکي چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي: «د تېرې پنجشنبې پر سهار، شاوخوا ۳:۰۰ بجې، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبان د سرسقابه کلیو ته ورغلي او د دغو کلیو حسینیې یې تفتيش کړې دي.»
د هغه په وینا، تر هغې وروسته چې د طالبانو محتسبانو ولیدل یو شمېر خلک ویده دي او د جماعت ته نه دي حاضر شوي، د هغو کسانو یو نوملړ یې جوړ کړی او خپل دفتر ته یې غوښتې دي.
د لعل و سرجنګل ولسوالۍ دا اوسېدونکی ادعا کوي چې د طالبانو محتسبانو ځينې دغه کسان پر یوې اوونۍ بند محکوم کړي دي. د هغه په وینا، یو شمېر نور چې په حسینیو کې یې یوازې د سهار لمونځ په جماعت نه و ادا کړی، خو په نورو دوو وختونو کې پر جماعت ولاړ و، تر ۴۸ ساعتونو په توقیف کې ساتل شوي دي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی وایي: «د جمعې په ورځ هم د جوی بدل ۱۲ تنه اوسېدونکي او ۱۵ تنه د بل کلي خلک د ۲۴ ساعتونو لپاره ونیول شول. په نیول شویو کسانو کې سپین ږیري، زاړه، ناورغان او ان ښوونکي هم شامل وو.»
د لعل و سرجنګل ولسوالۍ دا اوسېدونکی ټینګار کوي چې ډېری هغه کسان چې د طالبانو د محتسبانو په لنډمهالي توقیف کې وو، خپل پنځه وخته لمونځه په منظم ډول ادا کوي او او موذنین هم په نیول شویو کسانو کې وو.
د لعل و سرجنګل ولسوالۍ بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي: «د لعل د ثامنالائمه علمیه مدرسې مدرس او مسوول حاجي شیرعلي اعتمادي د زمري میاشتې پر ۲مه د مهاجرینو ښارګوټي په جومات کې د جمعې په خطبو کې د دغو کسانو نیول او د متدینو او مؤمنو خلکو د آزادیو سلبول وغندل او دا تګلاره یې د امر بالمعروف لپاره یوه مناسب او عقلاني لاره ونه ګڼله. د جماعت له ختمېدو وروسته یې هغه خپل مقر ته وغوښت او پوښتنې ګروېږنې یې ترې وکړې.»
د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو دا کار له عقلانیت او د ټولنې د واقعیتونو له درکه لېرې ګڼي او ټینګار کوي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو کړنو شیعه ګان ځورولي دي. د دوی په وینا، د دغه وضعیت دوام اندېښمنونکی دی او د خلکو مذهبي او ټولنیزې آزادۍ یې له ګواښ سره مخ کړې دي.
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو یوازې په ۲۸ ولایتونو کې ۳ زره او ۳ سوه محتسبان ګومارلي دي؛ په دې توګه چې په منځني ډول په هر ولایت کې ۱۱۸ محستبان فعالیت کوي. د یوناما په وینا، دا کسان د خلکو د لنډمهالو نیولو او د طالبانو اړوندو محکمو ته د دوسیو د راجع کولو صلاحیت هم لري.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون په بېلابېلو برخو لکه د سر د ویښتانو پر سټایل، د ږیرې پر اوږدوالي، په جماعت کې پر حضور او نورو مواردو محدودیتونه لګولي چې د نارینه وو پر ژوند یې ناوړه اغېزې کړې دي. د یوناما په وینا، د دغه قانون د پلي کېدو له امله د ناڅاپي نیونو تر نیمايي ډېرې پیښې د نارینه وو له ظاهري بڼې په ځانګړې توګه په هغو کسانو پورې اړه لري چې د ږیرې اوږدوالی یې د طالبانو له معیارونو سره برابر نه وي یا یې د ویښتانو سټایل «غیرمجاز» وي.
د بشري حقونو ټولو نړیوالو بنسټونو او ان د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وار وار د طالبانو د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» قانون او د بشري حقونو د نورو محدودوونکو تګلارو او طریقو د سمدستي او بېځنډه لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال د «نړیوالې مذهبي آزادۍ» په کلني راپور کې، پر مذهبي آزادیو د طالبانو د پراخو محدودیتونو او له دینه د هغوی د سختدریځي تفسیر پر دوام اندېښنه ښودل شوې ده. په دغه راپور کې راغلي چې طالبانو د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» قانون او نورو مذهبي تګلارو په پلي کولو سره، له حجاب، ظاهري بڼې، په جماعت کې له حضور او ټولنیزو چلندونو پورې د هېوادوالو پر ژوند خورا ډېر محدودیتونه لګولي. دا راپور د طالبانو له خوا د ټاکل شویو معیارونو د نه مراعاتولو له امله د خلکو خپلسرو نیونو ته هم اشاره کوي او د هزاره شیعه ګانو او نورو مذهبي لږکیو وضعیت اندېښمنوونکی بولي. د دغه راپور له مخې، له دینه د یوه انحصاري تفسیر په پلي کولو کې د طالبانو چلند په افغانستان کې د مذهبي آزادي او د هېوادوالو د اساسي حقونو فضا خورا محدوده کړې ده.





