د مالیې بې مخینې زیاتوالي ننګرهار کې د هټۍ والو کاروبار ټکنی کړی

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېری خلک له سختو ستونزو شکایت کوي، چې یوه ستونزو په سوداګریزه برخه کې د طالبانو ادارې له لوري ګڼ محدودیتونه او د مالیې زیاتوالی دی.

ننګرهار کې سوداګر او هټۍوال شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت پرې د پخوا په پرتله په بې ساري ډول مالیه لوړه کړې، چې د دوی کار وبار یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

هټۍ وال وایي، د تېر په پرتله یې بازارونه سخت ساړه شوي؛ خو طالبانو پرځای ددې چې د مالیې په برخه کې ورسره له نرمښته کار واخلي، برعکس يې مالیه پرې دوه او درې برابره لوړه کړې.

جلال آباد ښار کې هټۍ وال وایي، د مالیو زیاتوالي اړ ایستلي، چې دا پیسې د توکو پر بیو واچوي او طالبانو ان د اړتیا په صورت کې د مالیې د لوړوالي له امله د توکو د بيو د لوړېدو اختیار هم ورکړی.

عصمت الله چې په جلال آباد ښار کې د ټوکر پلورنې هټۍ لري، له ٨ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، طالبانو پرې مالیه دوه برابره لوړه کړې، چې زیان یې تر ډېره عامو خلکو ته رسېږي.

عصمت الله په دې تړاو وايي: «د طالبانو له راتګ سره، د مالیې اخیستل دوه برابره شوي دي؛ په داسې حال کې چې د جمهوریت پرمهال په کال کې زما د هټۍ مالیه ١٣ زره افغانۍ وه؛ خو اوس د طالبانو له راتګ او د هغوی له نوې نرخ‌نامې سره ٢٦ زره افغانۍ رانه اخلي، ما له طالبانو غوښتنه وکړه چې د دغو پیسو په اړه بیا غور وکړي؛ خو هغوی راته وویل که پیسې تحویل نه کړې دوکان دې تړل کېږي او زه د دومره پیسو ورکولو وس نه لرم، طالبانو بیا راته وویل چې تاسې کولی شئ د مالیې پیسې په نرخونو باندې واچوئ.»

د جلال آباد ښار یو بل هټۍ وال جان محمد د طالبانو له خوا د زیاتې مالیې له اخیستو په شکایت سره وایي، د طالبانو له راتګ سره کاروبار مخ په ځوړ روان دي او خلک اقتصادي ثبات نه لري، چې په روان کمزوري اقتصادي حالت کې پېر پلور نشته؛ خو طالبانو پرې مالیه دوه برابره لوړه کړې.

هغه وایي، د جمهوریت پرمهال چې بازارونه او د خلکو اقتصادي ځواک ښه و؛ دوی د مالیې چندان پروا نه ساتله؛ خو په خبره یې اوس چې بازارونه او د خلکو اقتصادي څرخ ولاړ دی؛ طالبانو د خلکو ټولې ستونزې هېرې کړې او په زور ترې د خپلې خوښې مالیه اخلي.

جان محمد وایي: «ما د جمهوریت پرمهال د خپلې هټۍ اته زره افغانۍ مالیه ورکوله؛ خو اوس رانه ۱۸ زره افغانۍ مالیه اخېستل کېږي، پخوا کاروبار او د خلکو اقتصاد ښه وو؛ مونږ یې هم د مالیې دومره پروا نه کوله؛ خو اوس چې نه کاروبار سم دی او نه د خلکو اقتصاد خو طالبان دا هر څه نه ګوري او د زور په کارولو سره چې څومره یې خوښه وي، له خلکو مالیه اخلي.»

هټۍوال د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې دې شته اقتصادي کړکېچ ته په کتو پر خلکو مالیه وټاکي او باید د مالیې د لوړوالي پرځای د هغې د کمولو په برخه کې ګامونه پورته کړي.

هټۍوال خبرداری ورکوي؛ که طالبان د خلکو او هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا پرځای د ځوړتیا هڅو ته دوام ورکړي؛ په افغانستان کې د اقتصاد نیمه روانه بېړۍ به په اوبو کې ډوبه شي، چې ژغورل به یې بیا د ناشونۍ تر حده ورسېږي.

صدیق الله چې په جلال آباد ښار کې د سرو زرو پلورنې هټۍ لري، وايي: «طالبان باید د خلکو او کاروبار کوونکو اقتصادي حالت وګوري او بیا دې پرې مالیه وضع کړي، که طالبان دغه کار ته نور هم دوام ورکړي افغانستان کې به شته کاروبار او پانګونه هم ودرېږي، چې بیا به یې بېرته جوړول ډېر سخت وي، طالبان دې د کاروبار خرابولو پرځای له خلکو او پانګوالو سره مرسته او همکاري وکړي.»

٨ صبح ورځپاڼې هڅه وکړه، چې د هټۍ والو د ستونزو او نیوکو په تړاو د ننګرهار مستوفیت لپاره د طالب مسوولینو نظر هم واخلي؛ خو هغوی په دې برخه کې له نظر ورکولو ډډه وکړه.

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته تر بلې هرې برخې پانګه وال له سختو ستونزو او د طالبانو له لوري له ګڼو محدودیتونو او سختو شرایطو شکایت کوي.

اقتصادي شنونکي د طالبانو له لوري د مالیې زیاتوالی ددغې ډلې له لوري د خپلو اقتصادي تشو د پوره کولو د هڅو يوه برخه ګڼي.

اقتصادي شنونکي پر طالبانو غږ کوي، چې پر خلکو د فشار پر ځای دې ورته د ځان بسیاینې لاس ورکړي؛ څو خلک د کاروبار او پانګونې پرېښودو ته اړ نه شي.

ورته لیکنې

Back to top button