د کډوالو عالي کمېشنري: د ښځو پر کار بندیز، میلیونونه مېرمنې د بشردوستانه مرستو له ترلاسه کولو بېبرخې کوي

۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنري وایي، چې په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو د کار په ممنوعیت سره میلیونونه افغان مېرمنې د بشردوستانه مرستو له ترلاسه کولو بېبرخې کېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنري یکشنبه د سلواغې پر ۱۶ د یوه ټویټ په خپرولو یو ځل بیا ښځو او ماشومانو ته د بشردوستانه مرستو د رسوولو لپاره د ښځینه کارکوونکو د حضور پر ارزښت ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې سږ کال هوا د تېرې یوې لسیزې په پرتله ډېره سړه ده او «بېرحمانه» یخنۍ ترټولو بېوزله او زیانمنوونکو خلکو ته سخت زیان رسولی دی؛ ځکه د دغه بنسټ په وینا میلیونونه افغانان اوسمهال له ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.
د ویلو ده، چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
مرستندویه بنسټونو تل د ښځو پر حضور ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې له ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې بشردوستانه خدمات نه شي وړاندې کولای.