یونیسف: ټول افغانستان کې ۲۰ زره سیمهییز ټولګي جوړ شوي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف ویلي، چې افغانستان کې یې کابو ۲۰ زره سیمهییز ټولګي جوړ کړي، چې تر ۶۰۰ زره زیاتو ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابروي.
یونیسف جمعه د لیندۍ پر ۱۸ یوه ټویټ کې لیکلي، چې په راتلونکي زېږدیز کال کې به په ټول افغانستان کې روزنیز فرصتونه زیات کړي.
یونیسف زیاته کړې، چې دغه سازمان به هېڅکله د زدهکړو لپاره د هر افغان ماشوم د حق له دفاع څخه لاس وانهخلی.
دغه سازمان وړاندې ویلي و، چې د افغان نجونو یو نسل له زدهکړو بې برخې شوی دی.