۸صبح، بادغیس: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق (یونیسف) اعلان کړی، چې بادغیس ولایت کې یې د ۱۴ ښوونځیو لپاره د اوبو څاهګان او تشنابونه جوړ کړي دي.
د دې موسسې مسوولانو پنجشنبه د تلې پر یوویشتمه ویلي، چې د اوبو د دغو څاهګانو او تشنابونو د جوړولو لګښت نږدې ۲۱ میلیونه افغانۍ شوی دی.
د یونیسف د معلوماتو له مخې د ۱۴ څاهګانو او ۱۴ تشنابونو پروژه په هغو ښوونځیو کې تطبیق شوې، چې د بادغیس په مرکز او قادس، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې موقعیت لري.
بادغیس یو له هغو ولایتونو دی، چې پوهنه یې له ګڼو ستونزو سره مخ ده او ډېری ښوونځي یې ودانۍ، مسلکي ښوونکي او درسي امکانات نه لري.