یونیسف په لوګر کې له پنځو زرو زیاتو زده کوونکو سره د ښوونیزو توکو مرسته وکړه

۸صبح، لوګر: په لوګر کې ځايي چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ددغه ولایت په ۲۷۶ ښوونځیو کې،  له۵۴۲۰ زده کوونکو سره د ښوونیزو توکو مرسته کړې ده.

په لوګر کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند (محمد شاهپور عرب) نن پنجشنبه، د غبرګولي په ۱۸مه، ویلي دي، چې ددغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ښوونیزو موادو، ۲۷۱ بستې وېشل شوې دي.

د هغه په وينا، د دغو مرستو ټولټال ارزښت، ٢٣ زره امریکایي ډالره و.

په همدې حال کې په بادغیس کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې یونیسف ددغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ۲۳ ښوونځیو پر زده کوونکو ښوونیز مواد وېشلي دي.

دغه درسي توکي چې بکسې، کتابچې، قلمونه او خيمې پکې شاملې دي، پرون وېشل شوې دي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښوونځیو له زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button